د سولې په پروسه کې د ښځو د همغږۍ څلورمه ګډه ناسته ترسره شوه

a.zia
یکشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۹ - ۱۱:۳
SMP

د سولې په پروسه کې د ښځو د همغږۍ او برخه اخیستنې څلورمه ګډه ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت په مشرۍ، د ملي پخلاینې د عالي شورا د رهبرۍ ښځینه غړو او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د سولې مذاکره کوونکي پلاوي ښځينه غړو په ګډون جوړه شوه.

په دې ناسته کې د سولې پروسې پر پرمختګ ، د ښځو پر رول ، اوربند او د همغږۍ د میکانیزمونو په اړه بحث وشو او د هېواد له سياسي مشرانو غوښتنه وشوه چې سولې ته د رسیدو لپاره په یووالي او يو غږ د افغانستان له حکومت سره په کډه کار وکړي.

د غونډې په پیل کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د بشري حقونو او مدني ټولنو معنیت د چارو مرستيالې ډاکتر عالمې د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د غونډې د اجندا په اړه یې خبرې وکړې.

بیا د ملي پخلاینې عالي شورا مرستیالې زهره مطهر احمدزۍ د لوګر او کابل کې د سید الشهدا ښوونځي په ګډون وروستیو خونړیو پیښو ته په اشارې سره وویل ، د جګړو او ملکي تلفاتو ډیریدل د افغانستان د خلکو لپاره د زغملو ندي او طالبان باید اوربند وکړی  او د سولې روانو خبرو ته دوام ورکړي.

د سولې مذاکره کوونکي پلاوي غړې فاطمه ګیلاني وویل چې د طالبانو او افغان حکومت یوازینۍ لار د خبرو اترو دوام او سولې ته رسیدل دي او هغې زیات کړه چې د افغانستان اسلامي جمهوریت به د سولې د لاسته راوړلو لپاره هر ډول هڅې وکړي په دې شرط چې د اتباعو ، ښځو او لږکیو حقونه رعایت او ورته درناوی وشي.

شریفه زرمتي وردګ د مذاکره کوونکي پلاوي غړې تاوتریخوالي او خونړۍ پیښې د افغانستان خلکو لپاره د زغملو وړ نه بولي او د سولې په خبرو اترو او پرېکړو کې د ښځو په شتون ټینګار وکړ. هغه دا هم وویل چې افغان میرمنې په یو غږ سره په هیواد کې د دایمي اوربند غوښتونکې دي.

ورپسې حبیبه سرابي او فوزیه کوفي د مذاکره کوونکي پلاوي غړو د سولې خبرو د پرمختګ په اړه خبرې وکړې او راتلونکې میاشتې یې د افغانستان لپاره مهمې او حیاتي وبللې.

هغوی روان وضعیت ته په اشارې سره وویل چې اوس وخت رارسیدلی چې د کورنۍ او نړیوال اجماع په برخه کې د ملي پخلاینې عالي شورا او د افغانستان حکومت لخوا په ګډه ډیر کار وشي.

د غونډې په پاي کې ټولو ګډونوالو یو ځل بيا د  په روانو خبرو او پریکړو کې د ښځو پر پراخې همغږۍ او د ګډون پر اړتیا ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه