د سولې په پروسه کې د ښځو حقوقي ارزښتونو ملاتړ لپاره عدالت په اړه واوره او اوايه برنامه ترسره شوه

a.zia
چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۹ - ۱۰:۵۳
smp

د سولې په پروسه کې د ښځو حقوقي ارزښتونو ملاتړ لپاره عدالت په اړه واوره او اوايه يوه ورځنۍ برنامه, د سولې په چارو کې د دولت وزارت د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت لخوا, د المان نړيوالې همکارۍ سازمان(GIZ) په مالي ملاتړ, د ملي مصالحې عالي شورا لوړپوړو چارواکو,  د افغانستان اسلامي جمهوري دولت مذاکراتي پلاوي ښځينه غړو او د سولې په چارو کې د دولت وزارت مسؤلينو په ګډون جوړه شوې وه. 
په پيل کې د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت د چارو مرستيالې ډاکټر عالمې د برنامې اجنډا معرفي کړه او وويل, په اوسنيو شرايطو کې د دا ډول برنامو جوړول د ارزښت لرونکو پېښو د بحث کولو او د سولې په پروسه کې د ښځو حقوقو خونديتوب لپاره خورا ګټورې دي.
ډاکټر ملک ستيز د سولې برخې څېړونکي د عدالت او د هغې د ډولونو په اړه خپل پرزينټيشن پر مهال وويل, عدالت د ارزښت او حقوقي نظره ځانګړی ځای لري, د نورو په هوساينې باور لري او د قانون حاکميت او وګړو حقوقو لپاره ګامونه اخلي.
 هغه وويل, د تعصب يو طرف ته کولو او د عدالت لپاره د پلورالېزم منلو سره کولای شو په ټولنه کې کار وکړو او د اخلاقو رعايت, واقعي ليد او مسؤليت منلو سره کولای شو بريا ته ورسېږو.
هغه همدارنګه زياته کړه, چې د ضرر پېژندنې او حقوقي تحليل په برخه کې د ښځينه متخصصينو يوې تخنکي ډلې ته اړتيا ده, چې نه يواځې په سياسي عدالت; بلکې د سولې پروسه کې حقوقي عدالت کې هم کار وکړي.
د‌ برنامې ګډونوالو د نظرونو په تبادلې پوښتنو کولو او غونډې په موضوع بحث وکړ.
فوزيه کوفي او فاطمه ګيلاني د افغانستان اسلامي جمهوريت مذاکراتي پلاوي غړو او نجيبه ايوبي د ملي مصالحې عالي شورا رهبرۍ کميټې غړې په سياست کې د مدني ټولنو پر اغېز, په سياست کې د ښځو په ارزښت لرونکي رول او ځای او قانوني اپوزيسون ته د ګوندونو پر هڅونه بحث او خبرې وکړې.
په اخر کې ډاکټر عالمې ددې معنيت د فعاليتونو په اړه معلوماتو وړاندې کولو پرمهال وويل, چې د معنيت د تاسيس له پيل راهسې تردې دمه د نورو فعاليتونو ترڅنګ په خپل ستراتېژيک پلان چمتو کولو باندې کار کوي.
هغه د سولې په پروسه کې د مدني ټولنو اهميت او د ښځو د رول په اړه وويل, اړتيا ده چې د مدني ټولنو او ښځو کړنې د غيري فعال حالت څخه فعال حالت ته راشي.
په دغه برنامه کې د عدالت او هغې د ډولونو, لابي کولو او عدالت سره د هغې د اړيکې, د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت په ستراتېژک پلان کې د کليدي برخو پېژندلو په اړه بحث او خبرې وشوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه