د سولې په پروسه کې د همکارۍ لپاره د یو شمېر متقاعدو پوځیانو د چمتووالي ښودنه
د سولې په چارو کې د دولت وزارت ستر سلاکار ډاکتر میرویس څرګند له یوشمېر متقاعدو پوځیانو سره ولیدل.
دغو متقاعدو پوځیانو د ملت یووالی او یوځایوالی په هېواد کې د سراسري سولې لپاره بنسټیز شرط یاد کړ او ټینګار یې وکړ چې په هر حالت کې د سولې په پروسه کې همکارۍ ته چمتو دي.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت سلاکار میرویس څرګند له دغو پوځي متقاعدینو څخه په مننې له هغوی وغوښتل چې د خلکو د یو ځای کولو او د خلکو ترمنځ د سولې لپاره د انګېزې رامنځته کولو لپاره هڅې وکړي.
نوموړي همدا راز ټینګار وکړ چې ټول خلک باید په سوله کې ځان شریک وبولي او د بریا لپاره یې همکار وکړي.
