د سولې په پالیسۍ جوړونه کې د ښځو د واحد غږ له مشورتي ډلې سره مشورتي ناسته

a.zia
پنجشنبه ۱۳۹۹/۴/۱۲ - ۱۲:۵۳
smp

له بېلابېلو پاړکو سره د سولې په چارو کې د دولت وزارت د مشورتي ناستو په لړ کې د جمهور رئیس ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي په مرکز او ولایتونو کې د سولې په پالیسۍ جوړونه کې د ښځو د واحد غږ مشورتي ډلې له غړو سره په حضوري او آنلاین ډول خبرې وکړې.

د غونډې په پیل کې د مذاکره‌کوونکي ټیم غړې حبیبې سرابي د سولې بهیر د پرمختګونو په اړه معلومات وړاندې کړل.

ورپسې د سولې په پالیسۍ جوړونه کې د ښځو د واحد غږ مشورتي ډلې غړو د سولې په چارو کې د دولت وزارت له مشرتابه او نورو ګډونوالو سره د سولې بهیر په اړه خپل نظرونه، وړاندیزونه او غوښتنې شریکې کړې.

د ډلې غړو د سولې په بهیر کې د دغه پاړکي د حضور اهمیت او اړتیا ته په اشارې سره وویل چې ښځې باید د سولې په بهیر او مذاکراتو کې د څومره‌والي او څرنګوالي له نظره فعال، رښتینی او بامعنا حضور ولري.

همدارنګه د غونډې ګډونوالو ښځو مذاکره‌کوونکي ټیم ته د مشورې ورکولو او له هغوی سره د همغږۍ لپاره د یوې مشخصې طرحې او میکانیزم پر جوړولو ټینګار وکړ او ویې ویل چې د یوه واحد میکانیزم په جوړولو سره د سولې په بهیر او مذاکراتو کې د ښځو او د ښځو د اړوندو مدني ټولنو د بنسټونو هر اړخیز ګډون ته زمینه برابرېدای شي.

دوی وویل چې د څرګندو ستراتېژیو طرحه د سولې په بهیر کې د ټولنې د ټولو پاړکو شمولیت خوندي کولای شي.

په مدني ټولنه کې د ښځو د اړوندو بنسټونو له‌خوا د سولې پر بهیر څارنه، د ښځو د حقونو او څو کلنو لاسته‌راوړنو د خوندیتابه او د جګړې د قربانیانو د دفاع لپاره د مذاکراتو په جریان کې د نړۍوالو تضمینونو اخیستل نور هغه موارد دي چې د ډلې غړو یې د عملي کولو وړاندیز وکړ.

د جمهور رئیس ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي د سولې په پالیسۍ جوړونه کې د ښځو د واحد غږ مشورتي ډلې د غړو تر نظرونو، وړاندیزونو او اندېښنو اورېدو وروسته د غونډې د ګډونوالو پوښتنو او اندېښنو ته ځواب ورکړ او د سولې په بهیر کې یې د ښځو د لېوالتیا او فعال حضور مننه وکړه.

د سولې په چارو کې د دولت وزیر وویل چې د سولې بهیر د مذاکراتو د پیلېدو ممکن وخت ته تر ټولو ډېر ور نږدې دی او حکومت نه غواړي د مذاکراتو دغه فرصت له لاسه ورکړي.

ده د غونډې ګډونوالو ښځو ته په خطاب کې وویل چې تاسو هره یوه د سولې سفیره یئ او د سولې غږ او پیغام پورته کولای شئ. ده د مذاکراتو په جریان کې د ښځو د حقونو د خوندیتابه ډاډ ورکړ او ویې ویل چې د حکومت او سولې بهیر په مشرتابه کې داسې څوک نه‌شته چې د ښځو پر حقونو معامله وکړي.

ده وویل چې دولت د سولې بهیر ته ژمن دی او زیاته یې کړه چې د سولې لپاره شته جوړښتونه په همغږي او همکار ډول د سولې راوستلو ته کار کوي.

د یادولو ده چې تېره اونۍ هم د سولې د مشورتي لویې جرګې د پنځوس‌ګونو کمېټو له رئیسانو سره د سولې په چارو کې د دولت د وزیر او د قومونو د انسجام د چارو د مرستیال په ګډون د سولې په چارو کې د دولت وزارت د غونډو په تالار کې مشورتي ناسته شوې وه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه