د سولې په پالیسي جوړونه کې د ښځو د واحد غږ ولایتي مشورتي ډلې د جوړېدو لومړۍ ناسته په غزني ولایت کې جوړه شوه
په غزني ولایت کې د ښځو د واحد غږ ولایتي مشورتي ډلې د غړو ټاکلو په موخه لومړنۍ ناسته وشوه چې پکې د دغه ولایت والي وحیدالله کلیمزي، د ولایتي شورا رئیس نصیر احمد فقیري، د سولې په پالیسي جوړونه کې د ښځو د واحد غږ مشورتي ډلې د مشرتابه غړې نویدې بیات، د ښځو چارو رئیسې شکریې ولي او په دغه ولایت کې د ښځو ګڼو فعالانو ګډون کړی و.
د ښځو د واحد غږ مشورتي ډلې د مشرتابه غړې نویدې بیات دغې ناستې ته وویل چې د ښځو د واحد غږ ولایتي مشورتي ډلو په جوړولو سره د هر ولایت د شرایطو مطابق د ولایتونو د ښځو طرحې، وړاندیزونه او نظرونه راټولیږي او د سولې په چارو کې د دولت له وزارت سره شریکیږي.
دې زیاته کړه چې حکومت به د دغو ډلو د فعالیتونو پایلو ته په پام سره د سولې په مذاکراتو کې د ښځو د حقونو خوندي کولو په برخه کې اړینې کړنلارې په پام کې ونیسي.
د غزني والي وحیدالله کلیمزي د ښځو د واحد غږ ولایتي مشورتي ډلې د جوړېدو هرکلی وکړ او ژمنه یې وکړه چې سیمهییز حکومت به د دغې ډلې د فعالیت لپاره د آسانتیاوو په برابرولو کې هر اړخیزه همکاري وکړي.
د غزني والي د دغې ډلې د غړو په انتخاب کې پر نه لاسوهنې په ټینګار سره وویل چې د ناستې ګډونوال دې د خپلې اړتیا له مخې د غړو په ټاکلو تصمیم ونیسي.
په دغه ناسته کې د ښځو حقونو ۳۰ تنه فعالانې چې د ولسوالیو استازې، د ښځو حقونو د ملاتړو بنسټونو غړې، د ولایتي شورا او بېلابېلو سکتورونو غړې پکې وې وټاکل شوې. دغو غړو په سولې بهیر کې د غزني ولایت د ښځو د بسیج او ونډې اخیستلو پر مېکانېزم کار پيل کړ.
د سولې په پالیسي جوړونه کې د ښځو د واحد غږ مشورتي ډله له وړاندې د سولې په چارو کې د دولت وزارت له خوا په پلازمېینه کې جوړه شوې ده او تر اوسه یې له اړوندو دولتي چارواکو سره د سولې بهیر په اړه ګڼې مشورتي ناستې کړې دي.
