د سولې په راتلو سره به د جرمونو او جنایتونو کچه ټيټه شي

a.zia
پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۱ - ۱۰:۳۹
smp

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ستر سلاکار ډاکتر میرویس څرګند په پلچرخي زندان کې په جوړ شوي فرهنګي، ادبي او هنري محفل کې سوله د هر افغان غوښتنه وبلله او ټينګار یې وکړ چې حکومت باعزته، پایداره او د نېک‌بختۍ سوله غواړي. ده زندان د زندانیانو د اصلاح او زده‌کړې ځای وباله.

همدارنګه ښاغلي څرګند ټينګار وکړ چې د سواد د زده‌کړې، مسلکي او حرفوي کورسونو او تخنیکي او ښوونیزو پروګرامونو جوړول د هېواد په زندانونو کې یو اړین کار دی.

ورپسې د پلچرخي زندان عمومي رئیس مل‌پاسوال اختر محمد نورزي له هغو زندانیانو مننه وکړه چې د زندان په جریان کې پر فرهنګي، هنري او ادبي چارو بوختېږي.

د پلچرخي زندان عمومي رئیس وویل چې سوله په هېواد کې د مېشتو قومونو د هوساینې او ګډ ژوند لپاره اړینه ده او ټینګار یې وکړ چې له شک پرته په هېواد کې به د سولې له ټينګښت سره د جرمونو او جنایتونو کچه ټيټه شي او په هېواد کې به د زندانیانو شمېر هم کم شي.

د دغه محفل په پای کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت ستر سلاکار زندانیانو ته د کمپیوټري پروګرامونو د زده‌کړې لپاره لس کمپیوټرونه د پلچرخي زندان ریاست ته تسلیم کړل. همدارنګه ژمنه وشوه چې لس نور کمپیوټرونه به هم دوی ته ورکول کېږي.

د هېواد د زندانونو په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره فرهنګي، ادبي او هنري محفل په پلچرخي زندان کې د دغه زندان د عمومي رئیس مل‌پاسوال اخترمحمد نورزي او د سولې په چارو کې د دولت وزارت د ستر سلاکار ډاکتر میرویس څرګند په ملاتړ او نوښت جوړ شو چې لوړپوړو دولتي مسوولینو، د زندان رئیس او مدیرانو او زندانیانو ګډون پکې کړی و.

بل پلو د دغه زندان مسوولین وايي چې په زندانیانو کې د مطالعې د فرهنګ دودولو لپاره د کتاب‌لوستنې د طرحې پر خاکه کار روان دی. د دغې خاکې پر بنسټ، هغه زندانیان چې لږ تر لږه ۱۰۰ پاڼيز کتاب ولولي او ۱۰ دقیقې یې په اړه خبرې وکړي، شپږ ورځې زندان یې کمېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه