د سولې په بهیر کې پر ټولنه د برلاسو روایتونو څېړنه او بحث یوه اړتیا ده

a.zia
دوشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۹ - ۸:۵۷
smp

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ستر سلاکار شعیب رحیم د «زما سره کرښه» کمپاین په لومړۍ ناسته کې وویل چې اوسنۍ جګړه د روایتونو جګړه ده او پر برلاسو روایتونو څېړنه او بحث یوه اړتیا ده.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت ستر سلاکار د خپلو خبرو په لړ کې وویل چې «زما سره کرښه» کمپاین په روایت‌ماتولو کې مرسته کړې او برلاسي روایتونه یې تر پوښتنې لاندې راوستي.
ده زیاته کړه چې «زما سره کرښه» کمپاین هغه مهال مثبتې پایلې لرلای شي چې جدي بحثونه پکې وشي.
ښاغلي رحیم د افغانستان د سولې بهیر په اړه وویل چې تر اوسه د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو تر منځ خبرې نه‌دي پیل شوې او دا بهیر د داخلي بحث په پړاو کې دی. همدارنګه ویې ویل، سیاسي واقعیتونه داسې دي چې حکومت باید خبرو اترو ته دننه شي.
ښاغلي رحیم زیاته کړه چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت هڅه کوي چې د سولې د بهیر پرمختګ ته په کتو سره داخلي چمتووالی د ټولنې په بېلابېلو کچو کې ډېر شي.
د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون رئیس شهرزاد اکبر د خلکو د بېلابېلو نظرونو انعکاس او پر سیاسي مخکښانو تمرکز نه کول د دغه کمپاین یوه ځانګړنه وبلله او ویې ویل، د سولې د ټینګښت لپاره اړتیا ده چې دا بهیر ټول‌شموله وي او د شخړې ښکېل لوري، د جګړې قربانیان، ښځې، ځوانان او د ټولنې ټول پاړکي پکې شامل وي.
همدارنګه ده د شخړې پر ريښه‌موندلو ټنیګار وکړ او ویې ویل چې دا کار د ګډو او ساختاري حل‌لارو په موندلو کې مرسته کولای شي.
د افغانستان د عدالت ادارې مسوولې لیلما ناصري هم وویل چې موږ سرې کرښې جوړوو او د سولې په خبرو کې یې شاملوو.
دې سوله او عدالت د یوه او بل لازم او ملزوم وبلل او ویې ویل، سولې ته د رسېدو لپاره اړتیا ده چې د بشري حقونو، عدالت او قانون پر ټينګښت کار وشي او سوله تر عدالت پرته ناشونې ده.
د دغه کمپاین یوې جوړوونکې فرحناز فروتن وویل چې ټول سیاسي اړخونه او ډلې له خپلو سرو کرښو څخه غږېږي؛ خو تر هره پرېکړه وړاندې باید د خلکو غږ واورېدل شي او تر هغه چې د خلکو غږ وانه‌ورېدل شي، جګړه نه ختمېږي.
دې وویل چې موږ په دې عدالت‌غوښتنه کې د بېلابېلو پاړکو د خلکو پام وړ غږونه ثبت کړي او د خلکو غوږونو ته مو رسولي.
«زما سره کرښه» کمپاین د آلمان د FES ادارې په همکارۍ جوړ شوی او د پنځو ولایتونو د بېلابېلو پاړکو د خلکو سرې کرښې یې ثبت او خپرې کړې دي. دا کمپاین به په نهه‌ویشتو نورو ولایتونو کې هم عملي شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه