د سولې په بهیر کې د ښځو لاستهراوړنې او حقونه له پامه نه غورځول کېږي
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د امنیتي، دفاعي، ملکي او زندانونو چارو د همغږۍ رئیس ډاکتر میرویس څرګند د ښځو چارو له سرپرستې وزیرې حسینې صافۍ سره په مشورتي او همغږۍ ناسته کې د سولې په بهیر کې د ښځو رول مهم او ارزښتناک وباله او ویې ویل چې د سولې په بهیر کې د ښځو د لاستهراوړنو او حقونو په اړه ټینګار موجود دی.
ښاغلي څرګند زیاته کړه، د سولې په بهیر کې د ښځو د نظرونو او لیدلورو د لاډېرې شاملتیا لپاره د سولې په چارو کې د دولت له وزارت سره د بنسټونو په ځانګړې توګه د ښځو چارو وزارت همکاري اړینه ده.
له بلې خوا د ښځو چارو سرپرستې وزیرې حسینې صافۍ هم د سولې په بهیر کې د ښځو د نظرونو او لیدلورو د ځایولو لپاره د سولې په چارو کې د دولت وزارت له خوا ښځو ته د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه.
دې وویل ښځې د ټولنې تر ټولو زیانمن پاړکی دی چې په دغه ملي بهیر کې یې نباید لاستهراوړنې او حقونه له پامه وغورځول شي.
