د سولې په بهیر کې د همغږۍ په اړه د کابل د مدني ټولنې له یو شمېر بنسټونو سره مشورتي ناسته

a.zia
چهارشنبه ۱۳۹۹/۴/۲۵ - ۱۲:۱۴
SMP

د سولې بهیر د هر اړخیز کولو، د مدني بنسټونو د نظرونو اخیستو او د خلکو پر غوښتنو د خبرېدو لپاره د سولې په چارو کې د دولت وزارت د سیاسي جوړښتونو او مدني ټولنې د بنسټونو رئیسې لیلا جعفري د کابل له یو شمېر مدني بنسټونو سره وکتل.
آغلې جعفري د خلکو په پوهاوي کې د مدني ټولنې د بنسټونو د فعال حضور مننه وکړه، لومړی یې د سولې په چارو کې د دولت وزارت فعالیتونو ته اشاره وکړه او د سولې په بهیر کې یې د مدني ټولنې د بنسټونو رول مهم وباله، دې وویل: یو بل منل او په حکومتي او ټولنیزو برخو کې د ښځې او نر فعال رول د اساسي قانون اصول او د ښاريتوب حقوق دي چې د مدني ټولنې بنسټونه د خلکو تر منځ د دغه باور په پیاوړي کولو کې مهم رول لري. 
دې زیاته کړه، دا زموږ دنده ده چې د سولې له زاویو څخه ټولنې ته اړین پوهاوی ورسوو تر څو خلک په دې برخه کې خپل حقوق او مسؤولیتونه وپېژني.
د سیاسي جوړښتونو او مدني ټولنې د بنسټونو رئیسې د سولې پر بهیر څار د خلکو او مدني ټولنې د بنسټونو حق وباله او ټينګار یې وکړ څرنګه چې جمهور رئیس څرګنده کړې، هر هغه څه چې د سولې په خبرو کې مخته ځي باید د افغانستان خلک یې تأیید کړي او د دوی تصمیم وي چې په دې برخه کې د مدني ټولنې بنسټونه د ارتباطي پله رول ادا کولای شي.
آغلې جعفري د مدني ټولنې بنسټونه او خلک د سولې اصلي څښتنان وبلل او له دوی یې وغوښتل چې د سولې په برخه کې فعالانه، رضاکارانه او داوطلبانه ونډه واخلي او د نیمګړتیاوو په مقابل کې چوپ پاتې نه‌شي.
د ناستې په دوام د دغو بنسټونو مسؤولینو هر یوه د سولې په برخه کې خپلو تېرو کړنو ته اشاره وکړه او د سولې په بهیر کې یې د دولت او ملت پر همغږۍ ټینګار وکړ. دوی اعلان وکړ چې له وزارت سره رضاکارانه همکارۍ ته چمتو دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه