د سولې په بهیر کې د مدني ټولنې د بنسټونو د همکارۍ پر څرنګوالي بحث وشو
د مذاکرهکوونکي ټیم غړو، د سولې په چارو کې د دولت وزارت چارواکو او د مدني ټولنې د بنسټونو استازو په یوه ګډه ناسته کې د اطلاعاتو د تبادلې او همکارۍ پر میکانیزم بحث وکړ.
په دې لیدنه کې د مذاکرهکوونکي ټیم د رئیس د دفتر مسؤول بریالي هلالي وویل، هڅه کېږي چې د سولې په بهیر کې د مدني ټولنې د بنسټونو په شریکولو سره خلک د سولې په بهیر کې ښکېل شي.
ده وویل چې د سولې په بهیر کې د مدني ټولنې د بنستونو شریکولو د میکانیزم په جوړولو سره به د سولې بهیر د مختهوړونکو جوړښتونو او مدني ټولنې د بنسټونو تر منځ د ګډې همکارۍ زمینه برابره شي.
ده د مدني ټولنې له بنسټونو وغوښتل چې د سولې بهیر له مختهوړونکو جوړښتونو سره د دوی د کاري چارو د تنظیم لپاره یو داسې پراخ او هراړخیز کاري میکانیزم جوړ کړي چې په هغه کې د ټولنې د بېلابېلو پاړکو استازي موجود وي.
د مذاکرهکوونکي ټیم غړې حبیبې سرابي د مدني ټولنې له بنسټونو او د رسنیو له استازو مننه وکړه او د سولې په بهیر کې یې د مدني ټولنې د ګډون پر میکانیزم معلومات وړاندې کړل. همدارنګه د مدني ټولنې له بنسټونو یې وغوښتل چې د سولې لپاره د مدني ټولنې د بنسټونو د کاري ډلې پر جوړولو کار وکړي.
آغلې سرابي د ناستې له ګډونوالو وغوښتل چې د دغې کاري ډلې په جوړولو سره د مذاکرې مېز ته د خلکو د غږ په رسولو کې له مذاکرهکوونکي ټیم سره مرسته وکړي. دې ژمنه وکړه چې د میکانیزم په جوړېدو سره به مذاکرهکوونکی ټیم له هغوی سره په اړیکه کې وي.
بل پلو په غونډه کې د مدني ټولنې د بنسټونو او رسنیو حاضرو استازو له مذاکرهکوونکي ټیم سره د هغوی د همکارۍ پر اهمیت ټینګار وکړ او د دغه میکانیزم د ښهوالي لپاره یې خپل وړاندیزونه څرګند کړل.
دوی د سولې په بهیر کې د هېواد د لرو پرتو سیمو د خلکو شریکولو، د بیان آزادۍ د ساتلو او هغو همکاریو په اړه بحث وکړ چې د مدني ټولنې بنسټونه او رسنۍ یې له مذاکرهکوونکي ټیم سره کولی شي.
همدارنګه په دې ناسته کې د مدني ټولنې د بنسټونو او رسینو د ګډو ناستو او کارونو د همغږۍ لپاره د یوه سکرتریت پر جوړولو هم بحث وشو.
