د سولې په بهیر کې د علمای کرامو د مشورې اخیستلو مقدماتي ناسته جوړه شوه

a.zia
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۳۰ - ۱۶:۳
SMP

د سولې په چارو کې د دولت وزارت په تالار کې د کابل او ولایتونو د ۱۳۶ دیني عالمانو په ګډون د سولې په بهیر کې د علمای کرامو د مشورې اخیستلو مقدماتي ناسته جوړه شوه.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت ستر سلاکار مولوي عبدالرحمن هوتک عالمانو ته د ښه راغلاست په ویلو سره وویل، د سولې لپاره کار د ټولنې د ټولو پاړکو دیني، اخلاقي او ملي دنده ده او په دغه برخه کې مسوولیت ادا کول د خدای (ج) پر وړاندې لوی ویاړ دی. 
نوموړي زیاته کړه: د سولې په بهیر کې د علماوو د نظرونو او وړاندیزونو ترلاسه کول ځانګړی اهمیت لري او له همدې امله د سولې په چارو کې د دولت وزارت دغه مهم پروګرام جوړ کړی دی. 
د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو سرپرست مرستیال مولوي محمد عارف ملکیار له علماوو سره د مشورې د اهمیت په اړه وویل: د علماوو پوهه او تجربه د حکومات لپاره لنډه او عملي لاره پرانیزي. د ټولو ګډونوالو علماوو د مشورې ترلاسه کولو لپاره پروګرام داسې تنظیم شوی تر څو د علماوو غږ چې هماغه د علم او د ټولې ټولنې غږ دی یو ځای شي. نوموړي زیاته کړه چې ګډونوال په څلورو ډلو کې خپل نظریات منسجموي او د کمېټو مشران یې وړاندې کوي. 
د پروګرام پر دوام د عدلیې وزارت مرستیال مولوي محمد قاسم حلیمي د هېواد په سیاسي مسایلو او تحولاتو کې د علماوو د رول اهمیت ته په اشارې سره وویل چې د سولې په بهیر کې له علماوو سره مشوره یوه اړتیا ده او دا چاره د دولت په لومړیتوب کې ده. 
نوموړي له ګډونوالو علماوو وغوښتل چې د خپلواکۍ او دیني آزادۍ په فضا کې خپل نظرونه شریک کړي. 
مولوي حلیمي د ښځینه علماوو ګډون ته په اشارې سره وویل چې ښځې باید له خپلو دیني او اسلامي حقونو دفاع وکړي او خپل نظرونه د هغه څه په اړه چې باید د سولې په بهیر کې په پام کې ونیول شي وړاندې کړي. 
د عدلیې وزارت مرستیال په ټینګار سره وویل چې اوسمهال بې پروا پاتې کېدل د منلو نه دي او ویې ویل له اخلاقي او اداري فساد څخه د خالي نظام لرلو لپاره چې جګړې او وژنې نه وي پکې هېڅ لوري ته مشوره ورکول له هغه لوري څخه د ملاتړ په معنا نه دي، بلکې د یو شرعي مسوولیت ادا کول دي. 
د غونډې پر دوام د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي مرستیال دوکتور امین‌الدین مظفري د اسلام له نظره د سولې په اهمیت خبرې وکړې او ویې ویل سوله د ټولنې اصلي حالت، الهي امر، ابراهیمي دعا، محمدي (ص) سنت او بشري اړتیا ده او په ځانګړې توګه په جګړه‌ځپلو هېوادونو کې یې اهمیت ډېر دی. 
نوموړي زیاته کړه چې نبیان د شخړو د حل لپاره مبعوث شوي وو او سوله د محمد (ص) د سنتو په توګه له خبرو تر عمله شامله ده. 
دوکتور مظفري «والصلح خیر» آیت شریف او نورو روایتونو ته په اشارې سره د حنفي، مالکي، شافعي او حنبلي مذهبونو له لیدلوري د سولې تعریف وړاندې کړ او زیاته یې کړه د افغانستان په مدني قانون کې د دینو سرچینو له مخې د سولې جامع تعریف وړاندې شوی دی. 
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي مرستیال د سولې راتللو درې لارې وښودې چې یوه یې زور کېدل، دویم یې قضايي عدالت او وروستۍ یې اصلاحي او ترمیمي عدالت دی. نوموړي په دوام سره وویل چې اصلاحي او ترمیمي عدالت چې مفاهمه، مذاکره او روغه جوړه پکې راځي، اغېزناکه، کم‌لګښته او ښه پایلې لرونکې لاره ده.  
نوموړي ټیګار وکړ چې د سولې پای باید د شخړو حل او د دښمنیو پرېکون وي. 
د جمهور رئیس ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي هم چې په دغه ناسته کې يې خبرې کولې علماوو ته د وروستیو جریاناتو په اړه معلومات ورکړل. 
عبدالسلام رحیمي علمای کرامو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د سولې په بهیر کې د هغوی پر رول ټینګار وکړ او په دغه پروګرام کې یې د ګډون هرکلی وکړ. 
نوموړي وویل چې د امریکا متحدو ایالتونو او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې اترې وروستي پړاو ته رسېدلې او اوس باید طالبان د هوکړو د عملي کولو لپاره خپل هوډ او توان وښيي. نوموړي زیاته کړه، چې په نږدې ورځو کې به طالبانو تاوتریخوالی پام وړ کم کړي او تر هغه وروسته به پروسه بل پړاو ته داخله شي. 
عبدالسلام رحیمي زیاته کړه چې د افغانستان اسلامي جمهوریت له خپلو نړیوالو شریکانو سره امنیتي هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړي چې د هېوادونو ترمنځ تر ټولو لوړ اسناد دي. 
د سولې په چارو کې د دولت وزیر د تاوتریخوالي د پام وړ کمښت د څرنګوالي په اړه علمای کرامو ته معلومات ورکړل او زیاته یې کړه چې په دغه دوره کې داعش او نورې نړیوالې ترهګرې ډلې په دغه کموالي او اوربند کې نه راځي. 
ښاغلي رحیمي د افغانستان د سولې مذاکراتو د پیل په اړه وویل، دا چې د طالبانو جګړه د افغانستان د اسلامي جمهوریت پر وړاندې ده مذاکرات هم د افغانستان د اسلامي جمهوریت له خوا رهبري کېږي. 
د جمهور رئیس ځانګړي استازي ټینګار وکړ چې د سولې بهیر په اوږدو کې د مشورې اصل د دولت د پام وړ دی او دا چې سوله په یو شخص پورې اړه نه لري او د افغانستان په خلکو پورې اړه لري مالکیت یې هم د افغانستان د خلکو دی. 
نوموړي زیاته کړه چې مذاکره کوونکی پلاوی د محدود واک لرونکی دی او په دغه بهیر کې له پرېکړو د خبراوي او بېرته یې د تایید حق له خلکو سره خوندي دی.  
د سولې په چارو کې د دولت وزیر وړاندې وویل چې له بېلابېلو اقشارو سره د افغانستان د حکومت د مشرتابه مشورتي لړۍ پیل شوې او دا ناسته هم د همدغې لړۍ برخه ده. ده له علماوو وغوښتل چې خپل نظرونه شریک کړي. 
نوموړي همدا راز د ښځینه علماوو د ګډون مننه وکړه او زیاته یې کړه چې ښځې په نوې فضا کې زموږ ټولنیز ژوند تعریفوي. 
ښاغلي رحیمي ټینګار وکړ چې حکومت په هېڅ ډول نه شي کېدای د سولې خنډ وي او په اوربند یې ټینګار هم د خلکو د غوښتنو له مخې دی. 
د غونډې پر دوام ګډونوال په څلورو ډلو ووېشل شول. په هره کمېټه کې د علمای کرامو له خوا نظرونه مطرح شول او د کمېټې د منشي له خوا توحید شول. د کمېټو رئیسانو د علماوو د ډله‌ییز کار پایلې عمومي جلسې ته وړاندې کړې. دغه ناسته د کابل د پل‌خشتي جامع جومات د خطیب مولوي عنایت‌الله بلیغ په دعا ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه