د سولې په بهیر کې د شخړو د حل په اړه بحث او خبرې اترې

a.zia
پنجشنبه ۱۳۹۹/۴/۱۹ - ۴:۴۱
SMP

د سولې په چارو کې د دولت وزارت د امنیتي، دفاعي، ملکي او زندانونو چارو د همغږۍ رئیس ډاکتر میرویس څرګند کوچي د شخړو د حل په برخه کې د جمهور رئیس له ستر سلاکار ابرهیم الکوزي سره وکتل. 
‎په دغه ناسته کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د امنیتي، دفاعي، ملکي او زندانونو چارو د همغږۍ رئیس د وزارت د فعالیتونو او د سولې بهیر د وروستیو پرمختګونو په اړه معلومات وړاندې کړل او د سولې بهیر په جریان کې د شخړو د حل پر څرنګوالي بحث وشو. 
د شخړو د حل په برخه کې د جمهور رئيس ستر سلاکار ابراهیم الکوزي د سولې بهیر د افغانستان د خلکو لپاره لومړیتوب یاد کړ او ویې ویل چې د سولې بهیر په جریان کې به د شخړو د حل په برخه کې هېڅ ‌‌‌‌‌‌ډول همکاري نه سپموي.
 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه