د سولې په برخه کې د وړتیاوو لوړولو په تړاو د امریکا د سولې انستېتیوت همکاري
د امریکا د متحدو ایالتونو د سولې انستېتیوت (USIP) له رئیس او مرستیال سره د جمهور رئیس د ځانګړي استازي او د سولې په برخه کې د دولت د وزیر په لیدنه کې د سولې په تړاو د وړتیاوو لوړولو په برخه کې د دغې ادارې پر همکارۍ هوکړه وشوه.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر او د جمهور رئیس ځانګړي استازي عبدالسلام رحیمي په دې ناسته کې وویل چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د سولې پر بهیر، د اړینو وړتیاوو پر وده، د سولې د خبرو جوړولو لپاره پر چمتووالو او د سولې هوکړهلیک تر لاسلیک پر وروسته پروګرامونو کار کوي. همدارنګه دواړو لورو د سولې د خبرو پر اووه مادهییزه طرحه خبرې وکړې.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر د دې ادارې د فعالیتونو په اړه وویل چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت خبرې کوونکی پلاوی له سیاسي او مدني ډلو سره تر مشورو وروسته ټاکل شوی.
ښاغلي رحیمي د وزارت پروګرامونه تشرېح کړل او ویې ویل چې ټول خلک باید ان د کلیو په کچه د بېلابېلو میکانېزمونو او هغو پروګرامونو په کارولو سره د سولې په بهیر کې برخه واخلي چې وزارت جوړ کړي.
ده ټینګار وکړ تر څو چې د خلکو ملاتړ ونهلرو، سوله نهشي راتلای. همدارنګه زیاته یې کړه چې له خلکو سره د کار پر یوه عملي طرحه تمرکز شوی او په دې برخه کې همکارۍ ته اړتیا لرو.
ده وویل چې ټول د سولې لپاره تږي دي، د افغانستان د سولې بهیر ملي او نړیوال ښکېل اړخونه لري او ټول دې پایلې ته رسېدلي چې جګړه او نظامي اقدامات د څلوېښت کلن ناورین د ختمولو حللاره نه ده.
د متحدو ایالتونو د سولې انستېتیوت رئیس نانسي لینډبورګ د سولې په چارو کې د دولت وزارت جوړېدل د سولې د ټینګښت لپاره مهم ګام وباله او د سولې په برخه کې یې وړتیا جوړونه مهمه وبلله.
ده د هر ډول، په ځانګړې توګه د وړتیاوو جوړولو او له ټولنو سره د کار په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه.
