د سولې په برخه کې د سیاسي ګوندونو د تماس کمېټې لومړۍ ناسته وشوه

a.zia
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۷ - ۱۶:۳۱
Smp

 

د سیاسي ګوندونو د تماس کمېټې لومړۍ ناسته وشوه چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د بشري حقونو او مدني ټولنې د بنسټونو چارو مرستیالې ډاکتر عالمې ګډون پکې کړی و.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د بشري حقونو او مدني ټولنې د بنسټونو چارو مرستیالې ډاکتر عالمې د ناستې په پیل کې وویل چې د تماس کمېټې په جوړېدو سره سیاسي ګوندونو لوی مسؤولیت ته اوږه ورکړې ده. دې زیاته کړه چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د تماس کمېټې د مسؤولیت اداینې تسهیلوونکی دی.
دې وویل، د کمېټې د جوړېدو او له وزارت سره د کمېټې د ګډو ناستو موخه دا ده چې د ګوندونو نظرونه راټول شي او له مذاکره‌کوونکي پلاوي سره شریک شي.
د بشري حقونو او مدني ټولنې د چارو مرستیالې وویل چې دغه کمېټه د سولې په بهیر کې اغېزناک او مهم رول لرلی شي.
په دې ناسته کې د تماس کمېټې غړو د فعالیتونو پیلولو پر ډول او اړوند میکانیزم خبرې وکړې. دوی د ناستو لپاره پر همغږۍ رامنځته کولو، د اداري پلاوي پر ټاکلو او د دندو پر لایحې جوړولو ټينګار وکړ.
د کمېټې د غړو تر رایې اچونې وروسته یو کس د راتلونکې ناستې رئیس او دوه کسه منشیان وټاکل شول.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د بشري حقونو او مدني ټولنې د بنسټونو چارو مرستیالې ډاکتر عالمې ژمنه وکړه چې دغه وزارت د کمېټې ناستو ته اړینې آسانتیاوې برابروي.
په پای کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د سیاسي جوړښتونو او مدني ټولنې د بنسټونو رئیسې لیلا جعفري ناسته راټوله کړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه