د سولې په برخه کې د سیاسي ګوندونو د تماس کمېټې شپږمه ناسته وشوه
د سولې په برخه کې د سیاسي ګوندونو د تماس کمېټې په شپږمه ناسته کې د کمېټې د کاري کړنلارې پر وروستي کولو، د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ ملي ورځې د نمانځنې د پروګرام پر ارزونه او راتلونکو پروګرامونو بحث وشو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د بشري حقونو او مدني ټولنې د چارو مرستیالې ډاکتر عالمې د سیاسي ګوندونو د تماس کمېټې هڅې وستایلې، د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ ملي ورځې د نمانځې پروګرام یې بېساری وباله او ویې ویل چې ګوندونو په یووالي سره د دغه پروګرام جوړولو ته کار وکړ.
ډاکتر عالمې راتلونکو پروګرامونو ته د دغې کمېټې د چمتووالي په اړه وویل چې د سیاسي ګوندونو د تماس کمېټه باید په منسجم او همغږي ډول کار وکړي او د سولې د اړوندو پېښو په اړه بېتفاوته پاتې نهشي.
ورپسې د کمېټې غړو پر راتلونکو پروګرامونو، د کمېټې د کاري کړنلارې پر وروستي کولو او د کب د نهمې د پروګرام پر ارزونه بحث وکړ.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د سیاسي جوړښتونو او مدني ټولنې د بنسټونو چارو رئیسې لیلا جعفري ناسته راټوله کړه.
دې وویل چې دغه کمېټه به د سولې په بهیر کې د سیاسي ګوندونو د مشارکت لپاره ځینې طرحې وړاندې کړي.
همدا راز په دې ناسته کې د امنيتي او دفاعي ځواکونو هڅې وستایل شوې او د سولې په چارو کې د دولت وزارت د امنیتي برخې کارکوونکو ته ستاینلیکونه ورکړل شول.
