د سولې په برخه کې د تماس کمېټې جوړېدو لپاره د سیاسي ګوندونو ګډه ناسته وشوه

a.zia
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۸ - ۱۲:۳۶
Smp


د سولې په چارو کې د دولت وزارت د غونډو په تالار کې د سولې په برخه کې د تماس کمېټې جوړېدو لپاره د سیاسي ګوندونو ګډه ناسته وشوه چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د مدني ټولنې د بنسټونو او بشري حقونو د چارو مرستیالې ډاکتر عالمې، د سیاسي تشکلونو او مدني ټولنې د بنسټونو رئیسې لیلا جعفري او د څه باندې څلوېښتو سیاسي ګوندونو استازو ګډون پکې کړی و.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د مدني ټولنې د بنسټونو او بشري حقونو د چارو مرستیاله ډاکتر عالمه د سولې په بهیر کې د ګوندونو د رول په اړه وغږېده او ویې ویل چې سیاسي ګوندونه د سولې په مذاکراتو کې د افغانانو د ارزښتونو په دفاع او ساتنه کې کار کولی شي.
د ډاکتر عالمې په وینا د نظام دفاع، وګړني حقونه ساتل، پراختیا، د کډوالو راګرځېدل، د سولې تر هوکړې وروسنته د ادغام بهیر، د جګړې د قربانیانو حقونه او... هغه موارد دي چې د سولې په مذاکراتو کې اهمیت لري، سیاسي ګوندونه پر دغو موارد په ګډه کار کولی شي او مشخصې طرحې وړاندې کولی شي.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د مدني ټولنې د بنسټونو او بشري حقونو د چارو مرستیالې وویل چې دغه وزارت له مذاکره‌کوونکي پلاوي سره د بېلابېلو پاړکو یو لړ ناستې کړې دي او دغه ناستې به دوام ولري تر څو د ګوندونو اندېښنې، وړاندیزونه او پوښتنې هم له مذاکره‌کوونکي پلاوي سره شریک شي.
دې وویل چې د سیاسي ګوندونو د تېرو ناستو په وړاندیز د سیاسي ګوندونو د تماس ډله جوړېږي تر څو د خلکو غږونه او غوښتنې د دغې ډلې له لارې د مذاکرې مېز ته ورسېږي. دې وویل چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت به یې چارې تسهیل کړي.
لیلا جعفري د ناستې په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل، دا ناسته د یوې واحدې ډلې د جوړېدو لپاره د سیاسي ګوندونو د استازو د نظرونو اخیستلو لپاره جوړه شوې ده تر څو دغه ډله له مذاکره‌کوونکي پلاوي سره په اړیکه کې وي.
ورپسې د سیاسي ګوندونو استازو د تماس ډلې د جوړېدو لپاره خپل نظرونه او وړاندیزونه څرګند کړل.
دوی د دغې ډلې د جوړېدو لپاره د سولې په چارو کې د دولت وزارت د اقدام مننه وکړه او ویې ویل چې د دغې ډلې په جوړېدو سره د ګوندونو د نظرونو انسجام ته زمینه برابرېدای شي.
د ګوندونو استازو تر بحث وروسته پرېکړه وکړه چې په ناسته کې د حاضرو ګوندونو په استازیتوب یوولس‌کسیزه کمېټه جوړه شي. تر رایو او نظر غوښتنې وروسته یوولس کسه د سولې په برخه کې د سیاسي ګوندونو کمېټې د غړو په توګه وټاکل شول.
ډاکتر عالمې د ناستې په پای کې وویل چې یوولس غړي به له ټولو ګوندونو سره په همغږۍ د کمېټې کاري میکانیزم جوړ کړي او په بله ناسته کې به پر میکانیزم خبرې وشي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه