د سولې پروسې په پیاوړتیا کې د تکنالوژۍ پر رول خبرې وشوې
د سولې په چارو کې د دولت وزارت، يوناما، سيامآی بنسټ، د متحده ايالاتو سولې انسټيټوټ، د افغانستان امريکايي پوهنتون او امنيت او تکنالوژۍ انسټيټوټ ترمنځ په ګډه ناسته کې د سولې پروسې په پياوړتيا کې د تکنالوژۍ پر رول بحث او خبرې وشوې.
په دغه ناسته کې د سولې جوړونې، د معارف له لارې د سولې زده کړې او د عامه پوهاي د پياوړتيا په برخه کې په پلان جوړلو او علمي شرایطو چمتو کولو لپاره د هر اړخيز تحقیق په ترسره کولو ټينګار وشو.
