د سولې نړیوالې ورځې په مناسبت د جګړې له قربانیانو سره د سولې مشورتي ناسته جوړه شوه
د سولې نړیوالې ورځې (د وږي ۳۱مه) په مناسبت د جګړې له قربانیانو سره د جمهوري ریاست د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې د سولې مشورتي ناسته جوړه شوه، چې پکې لومړۍ مېرمنې بيبيګل غني د ملي مصالحې عالي شورا چارواکو، د کابینې او ملي شورا غړو، د سولې په چارو کې د دولت وزارت جګپوړو مسؤولانو او د جګړې یو شمېر قربانیانو ګډون کړی و.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د بشري حقونو او مدني ټولنې مرستیالې ډاکتر عالمې د ناستې په پرانیستونکې وینا کې وویل د سولې په چارو کې د دولت وزارت ځان مسؤول ګڼي چې د جګړې د قربانیانو د ملاتړو بنسټونو په همکارۍ، د کارنده جوړښتونو او میکانیزمونو په جوړولو سره د سولې په بهیر کې د جګړې د قربانیانو ونډه او ګډون تضمین کړي.
دې د سولې په بهیر کې د جګړې د قربانیانو د لیدلوري اهمیت ته په اشارې سره وویل چې د جګړې لوري باید د قربانیانو حقونه وپېژني او قربانیان د هوکړهلیک له ګټې تر نورو ډېر برخمن شي.
ډاکتر عالمې د غونډې په معرفي کولو سره وویل چې دغه ناسته د تلپاتې او باعزته سولې د تضمین په موخه د سولې په پالیسیو کې د جګړې د قربانیانو د ونډې او ګډون د پیاوړتیا په موخه جوړه شوې ده.
د ملي مصالحې عالي شورا مرستیال مولوي عطاءالرحمن سلیم، په دغه ناسته کې وویل چې اړینه ده د جګړې د قربانیانو خبرې، مشورې او نظرونه واورېدل شي او له دغو مشورو او نظرونو ډېره استفاده وشي.
نوموړي همدا راز په دې په ټینګار سره چې د سولې بهیر د افغانستان پر ټولو خلکو پورې اړه لري وویل چې د ملي مصالحې عالي شورا د دې ترڅنګ چې د سولې په پروسه کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت او د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکرهکوونکي پلاوي متصدي ده د ملت د ټولو پاړکو نظرونو، وړاندیزونو او طرحو ته درناوی کوي او په پرېکړو کې به یې په پام کې ونیسي.
مولوي سلیم همدا راز سوله یو مناسب فرصت وباله او ویې ویل چې مذاکرات د سولې بهیر لپاره یو فرصت دی او دا په موږ پورې اړه لري چې څرنګه له دغه تاریخي فرصته ګټه واخلو.
نوموړي دې ته په اشارې سره چې د مذاکراتو پر وړاندې ننګونې موجودې دي وویل چې د نقد او تخریب پر ځای دې ټول ملت د مذاکرهکوونکي پلاوي هر اړخیز ملاتړ وکړي.
ورپسې د افغانستان د مدني ټولنې د مجتمع (مجما) رئیس عزیزالرحمان رفیعي د جګړې د قربانیانو د کیسو اورېدو پنل چې د جګړې قربانیانو پکې حضور درلود وچلاوه. نوموړي وویل چې هېڅوک له یو قرباني پرته په غوره توګه نهشي کولی د خلکو د درد کیسه وړاندې کړي.
ښاغلي رفیعي ټینګار وکړ چې د سولې په بهیر او د سولې په مذاکراتو کې د جګړې د قربانیانو حضور او ونډه مهم اصل دی چې په ملي او نړیوالو پرنسیپونو کې پرې کار شوی او سره له دې چې د افغانستان ټول خلک د جګړې قرباني دي، خو د جګړې مستقیم قربانیان په دواړوو خواوو کې مساوي دي او ترمنځ یې هېڅ توپير نشته.
په لومړي پنل کې د جګړې هر قرباني خپلې کیسې واورولې.
په دغه پنل کې له هلمند څخه راغلې لیلما ـ چې خاوند او اولادونه یې په یوه چاودنه کې شهیدان شوي وو ـ وویل په هر ډول چې کېږي، زه غواړم اوربند وشي. جګړه بس ده. دې وویل، بېګناه خاوند او اولادونه مې په یوه چاودنه کې شهیدان شول. لیلما پوښتنه وکړه چې موږ ولې وژني؟ موږ څه کړي؟
د جګړې قرباني سوسن امیري هم په دغه پنل کې وویل، د افغانستان ټول خلک قربانیان دي. زه نن د یوې قرباني کورنۍ د غړې په توګه د خپل درد ویلو ته راغلې یم، تر څو دغه درد د تاریخ په زړه کې ثبت شي چې موږ سوله په کومه بیه موندلې ده.
د جګړې یوه بل قرباني صدام افغان وویل، زموږ او تاسو میلیونونه خلک شیهدان شوي او ټپیان شوي دي؛ درد مو یو دی او دښمن مو هم معلوم دی. دښمنه مو جګړه ده او موږ سوله غواړو.
د جګړې بل قرباني یاسر قبادیان هم د عدالت پر عملي کېدو ټینګار وکړ او ویې ویل چې جنګي مجرمان باید هېر نهشي.
په دویم پنل کې د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون رئیسې شهرزاد اکبر، د پوهنتون استاد او د انتقالي عدالت د ډلې غړي محمد اشرف بختیاري، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مرستیال عثمان طارق د سولې په بهیر کې د جګړې د قربانیانو د حقونو، رول او ګډون په اړه په ځانګړي پنل کې بحث وکړ.
د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون رئیسې شهرزاد اکبر وویل چې که قربانیان د سولې د بحث مرکز او محور ته رانهولو او حقونو ته یې رسیدهګي ونهشي، سولې ته رسېدل به ستونزمن وي.
دې وویل، د جګړې د قربانیانو د دردونو ټکورولو او پخلاینې لپاره اړتیا ده چې قربانیان ځانونه د سولې بهیر برخه وګڼي او د قربانیانو حقونو او د هغوی بشري حقونو ته هم پام وشي.
همدارنګه آغلې اکبر د داسې جوړښت یا میکانیزم پر جوړولو ټینګار وکړ چې د شخړې د تکرار او د غچ اخیستو د فرهنګ د ودې مخه ونیسي.
نوموړې همدا راز د جګړې د قربانیانو موضوع د مذاکرې د دواړو لورو لپاره فرصت وباله او ویې ویل چې د قربانیانو بحث مسأله له سیاسي اړخه انساني هغه ته وړي او دا کېدای شي د دواړو لورو لپاره یو فرصت وي؛ ځکه دواړو لورو قرباني ورکړې.
دې دغه راز وویل چې د سولې مذاکراتو په اجنډا کې باید د جګړې د قربانیانو په حقونو بحث وشي او داسې بنسټونه په ګوته شي چې له مذاکرهکوونکي پلاوي سره د قربانیانو د استازو د مخامخ خبرو زمینه برابره کړي.
د پوهنتون استاد او د انتقالي عدالت د ډلې غړي محمد اشرف بختیاري وویل خلک خوښ دي چې د سولې راوستلو لپاره اجماع رامنځته شوې ده؛ خو د سولې په بهیر کې د جګړې د قربانیانو د نهشتون په اړه اندېښنه موجوده ده. نوموړي همدا راز د اوربند په ټینګښت ټینګار وکړ.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مرستیال، عثمان طارق هم وویل چې د سولې په هوکړهلیک کې باید جنګي مجرمین او د جګړې قربانیان هېر نه شي.
نوموړي همدا راز زیاته کړه چې باید په کلیو کې په ټولنیزه سوله کار وشي او عالمان کولی شي په دې برخه کې همکاري وکړي.
لومړۍ مېرمنې بيبيګل غني د جګړې د قربانیانو د کیسو تر اورېدلو وروسته وویل سوله به ډېر وخت ونیسي؛ خو لکه څرنګه چې جګړه راباندې تپل شوې تحمیلي سوله باد ونه منو.
نوموړې همدا راز ټینګار وکړ چې داسې سوله باید راشي چې د خلکو د غوښتنې پر اساس وي او د خلکو د اړتیاوو ځواب ویونکې وي. همدا راز لومړی باید د جګړې لاملونه په ګوته او حللاره ورته وموندل شي.
لومړۍ مېرمنې د جګړې قربانیانو ته په خطاب کې وویل، ستاسو قربانۍ بېځایه نهدي تللې او هیله ده روښانه راتلونکی په دغو قربانیو ورغېږي.
د سولې نړیوالې ورځې په مناسبت د جګړې له قربانیانو سره د سولې مشورتي ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت لهخوا ترسره شوه.
