د سولې لپاره د ځوانانو ملي کنفرانس ترسره شو
د سولې لپاره د ځوانانو ملي کنفرانس په ولایتونو کې د ځوانانو د سولې خبرو او سیمینارونو په پایله کې، د سولې په چارو کې د دولت وزارت او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معنيت په همکارۍ او د افغانستان ميديوتيک بنسټ له لوری, دولتي چارواکو، مدني ټولنو استازو, د کابل او ولایتونو یو شمیر ځوانانو په ګډون ترسره شو.
د دغې برنامې په پیل کې، د افغانستان د ميديوتيک بنسټ مسؤل، عاطف فقیرزاده وویل, چې دا کنفرانس د ټولنیزې او عادلانه سولې د رامنځته کولو او د سیاسي سولې په پروسه کې د ځوانانو مانا لرونکي شتون پیاوړي کولو په موخه تنظيم شوې دی.
هغه زیاته کړه, لکه څرنګه چې سوله د دې هیواد د هر فرد اوږدمهاله ارزو ده، نو هرڅوک باید د تاوتریخوالي د له منځه وړولو لپاره په ګډه کار وکړي.
د ملي مصالحې عالي شورا مرستیال مولوي عطاء الرحمن سلیم د هېواد حساسو شرايطو ته په اشارې سره وویل, او د جګړې پرمهال د څو ولسوالیو نیول معمول دي، او د طالبان باید د دروغو په بريا فريب ونخوري؛ ځکه چې هیڅ ډله نشي کولای خپل استبدادي افکار په نورو خلکو تحمیل کړي.
هغه وویل: د افغانستان خلک هیڅکله هم په تاریخ کې زور ته تسلیم شوي نه دي او له طالبانو یې وغوښتل, چې جګړه پرېږدي او د خبرو میز ته حاضر شي; ځکه چې افغان حکومت دې ډلې ته د خبرو ټولې دروازې پرانيستلي دي، ترڅو عادلانه سوله راشي.
د ملي مصالحې عالي شورا مرستیال زياته کړه, چې د اسلامي نړۍ او د مکې کنفرانس د عالمانو د فتواګانو له مخې په افغانستان کې روانه جګړه حرام ده او هیڅ شرعي حکم نه لري.
هغه وویل, چې د افغانستان اسلامي جمهوریت پلاوی د ملي مصالحې عالي شورا د رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ، له طالبانو پلاوي سره د خبرو لپاره دوحه ته تللی دی، ترڅو په افغانستان کې د جګړې او سولې لار او طرف روښانه شي.
مولوي سلیم زیاته کړه, چې د افغان حکومت لومړی انتخاب سوله ده، چې دا په وياړ سره مني، خو که طالبان له جګړې او وژنو لاس وانخلي، نو افغان حکومت او خلک به د خپل ځان او وطن دفاع وکړي.
مولوي سلیم د سولې اسلامي ارزښت ته په ټینګار سره وویل, چې له پلازمېنې او ولایتونو څخه راغلي دیني عالمان چمتو دي له طالبانو سره د افغانستان د ستونزې دیني اړخونو په اړه خبرې وکړي.
د ملي مصالحې عالي شورا مرستیال په نړیوالې ټولنې او د سیمې هیوادونو څخه وغوښتل, چې د افغانستان مسلې په اړه بې تفاوته پاتي نشي، ځکه چې دا جګړه به په سیمې او نړۍ باندې تاثیر وکړي.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستیالې ډاکټر عالمې کنفرانس ته وویل, چې افغانستان په نه اعلان شوې جګړه کې قرار لري او له نېکه مرغه امنیتي او دفاعي ځواکونه د خلکو او هیواد د ارزښتونو په دفاع کې په لوړه روحیه جګړه کوي.
هغه د سولې په پروسه کې د ځوانانو ارزښتناک رول ته په اشارې سره وویل, چې د هیواد د نفوس اويا سلنې څخه زيات ځوانان تشکيلوي، چې دا د افغانستان راتلونکي ځواک دي او د دې ډلې له ګډون پرته, نشو کولای دوامداره سوله ترلاسه کړو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت مرستيالې وویل, چې د افغانستان خلک دوامداره سوله، عدالت او پرمختګ غواړي چې ټولې برخې او په ځانګړي توګه ښځې او ځوانان پکې ځان وويني، او زیاته یې کړه چې مدني ټولنې او د افغانستان خلک باید په حساسو شرايطو کې بې طرفه پاتې نه نشي او په هیواد کې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره د افغانستان اسلامي جمهوريت سره په ښکيلو خواوو فشار راوړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو مرسيال ادریس الکوزی وویل, چې د افغانستان ځوانان د معلوماتو په خلا کې دي او په ملي پروسو کې د مانا لرونکې ګډون غواړي.
هغه دا هم وویل چې که چیرې طالبان خبرې او سولې ونه مني، نو د هیواد ټول ځوانان به د امنیتي ځواکونو سره یو ځای د هیواد له ارزښتونو دفاع وکړي.
په کابل کې د جرمني د سفارت شارژدافير ، جان هینډریک ون تیل وویل، جنګ او شخړې خلک له خلکو فرصتونه اخلي او دا جګړه باید اوس پای ته ورسیږي, ترڅو ځوانان وکولای شي په کور کې خپلې مشروع غوښتنې ترلاسه کړي.
د میدیوتیک ځوانانو شبکې رییس فرخ مصطفوي وویل: له بده مرغه د طالبانو تروریستي هویت نه دی بدل شوی او خلک باید د هیواد د امنیتي ځواکونو ترڅنګ په ګډه د ځان دفاع وکړي.
سربیره پردې، ليکوالي او مدني فعالې د ډاکټر حمیرا قادري ، د پارلماني چارو وزارت معین ډاکټر عاطف طيب، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پخوانی معین سید آقاحسین فاضل سانچارکی- سره ساینسي او د پوهنتون استاد ضياالحق شمس په علمي پنل کې د ځوانانو، سولې او شخړو هوارۍ په اړه خبرې وکړې.
دا يادونې وړ ده چې د سولې لپاره د ځوانانو ملي کنفرانس د میديوتيک ځوانانو د استازي لخوا د پریکړه ليک په لوستلو سره پای ته ورسید.
په دغه پرېکړه لیک کې د د سولې په پروسه کې د ځوانانو په ګډون برخه او د 20 کلونو لاسته راوړنو په خوندي ساتلو ټينګار شوې او له ځوانانو غوښتل شوي چې په ټولنه کې د سولې جوړونې کلتور ته زیاته پاملرنه وکړي.
