د سولې لپاره د همغږۍ د جګپوړې کمېټې څلورمه ناسته جوړه شوه
د سولې په چارو کې د همغږۍ د جګپوړې کمېټې څلورمه ناسته د سولې په چارو کې د دولت د وزیر او د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکرهکوونکي پلاوي د غړي سید سعادت منصور نادرِ په مشرۍ جوړه شوه.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر په سر کې د مذاکراتو د طرزالعمل د وروستي کېدو د هوکړې او د ملي مصالحې عالي شورا د رهبرۍ کمېټې د جوړېدو په ګډون د سولې بهیر د وروستیو پرمختګونو په اړه معلومات وړاندې کړل.
ښاغلي نادري وویل، د مذاکراتو په اړه هوکړه یو مهم ګام او د سولې په بهیر کې د نوي پړاو پیل دی. ده همد راز د ملي مصالحې عالي شورا د رهبرۍ کمېټې د کار پيل د افغانستان د خلکو لپاره ښه زېری وباله او ټینګار یې وکړ چې د دغې کمېټې جوړېدل او په کار پيل د سولې بهیر او لویو ملي ګټو لپاره د سیاسي او ملي اجماع ښوودنه کوي.
په دغه ناسته کې د سولې لپاره د همغږۍ د جګپوړې کمېټې غړو د سولې بهیر او د سولې بهیر د اړوندو پروګرامونو په مخته وړلو کې د سولې په چارو کې د همغږۍ د جګپوړې کمېټې د رول په اړه خبرې وکړې.
د یادولو وړ ده چې د سولې په چارو کې د همغږۍ جګپوړې کمېټه له څوارلسو دولتي بنسټونو جوړه ده چې د سولې د پروګرامونو د همغږۍ او یووالي د پليتابه لپاره د جمهوري ریاست د عالي مقام د فرمان پر اساس جوړه شوې او د سولې په چارو کې د دولت وزارت د دغې کمېټې مشري او سکرتریت پر غاړه لري.
