د سولې لپاره د مدني ټولنې د مشورې او همغږۍ د بورډ کاري کړنلاره تصویب شوه

a.zia
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۴/۱۰ - ۷:۷
smp

په هغه ناسته کې چې «د سولې لپاره د مدني ټولنې د بنسټونو د مشورې او همغږۍ بورډ» د کاري کړنلارې د وروستي کولو لپاره د سولې په چارو کې د دولت په وزارت کې جوړه شوه، دغه کړنلاره د بورډ د غړو په اکثریتو رأیو سره په پرنسیپ کې تصویب شوه.

په دې ناسته کې لومړی د دې کړنلارې اصلاح شوې نسخه د بورډ له غړو سره شریکه شوه او تر هغه وروسته چې ټول نظرونه او وړاندیزونه واورېدل شول، د بورډ غړو په اکثریتو رأیو تایید کړه.

په دې کړنلاره کې د بورډ موخې، تشکیلاتي جوړښت او د بورډ د عمومي مجمع دندې شاملې دي.

همدارنګه په دې کړنلاره کې د ټولنې له بېلابېلو پاړکو او د سولې بهیر له اړوندو جوړښتونو سره د بورډ د غړو ارتباطي او مشورتي میکانیزم هم په پام کې نیول شوی.

د یادلو ده چې د دغه بورډ غړي په یوه مشورتي ناسته کې ـ چې د مدني ټولنې د اویا بنسټونو په شتون کې د سیاسي جوړښتونو او مدني ټولنې د بنسټونو ریاست جوړه کړې وه ـ دغو بنسټونو له مرکز او اوو زونونو څخه ټاکلي دي. د سولې په چارو کې د دولت وزارت د دغه بورډ چارې تسهیلوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه