د سولې لپاره د مدني ټولنې د بنسټونو د همغږۍ او مشورې بورډ ناسته وکړه

a.zia
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۷ - ۱۲:۳۵
Smp

  

د سولې په چارو کې د دولت وزارت د سولې لپاره د مدني ټولنې د بنسټونو د مشورې او همغږۍ بورډ د ناستې کوربه و، په دغه غونډه کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د مدني ټولنې د بنسټونو او بشري حقونو د چارو مرستیالې ډاکتر عالمې او د مدني ټولنې د بنسټونو رئیسې لیلا جعفري او د مدني ټولنې د بنسټونو د مشورې او همغږۍ بورډ غړو ګډون کړی و.

د غونډې په پیل کې لیلا جعفري د دغه بورډ د جوړېدو مخینې ته اشاره وکړه او ویې ویل، د دغه بورډ موخه د سولې بهیر پیاوړي کول او د سولې بهیر مسؤولانو ته د خلکو غږ رسول دي.

دې همدا راز د دغه بورډ د کړنو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې د بورډ غړو په ګڼو ناستو کې ګډون کړی او د سولې په اړوندو مهمو مواردو کې یې نظر څرګند کړی دی.

ورپسې د مدني ټولنې د بنسټونو د همغږۍ او مشورې بورډ غړو د بورډ د اړوندو چارو په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه څرګند کړل.

د مدني ټولنې د بنسټونو د همغږۍ او مشورې بورډ غړو د سولې په چارو کې د دولت وزارت او دغه بورډ ترمنځ د لا ډېرې همغږۍ غوښتنه وکړه او وړاندیز یې وکړ چې ناستې باید ډېرې او د مشخص پلان له مخې وشي.

همدا راز دوی د کار د دوام لپاره د بورډ د کاري میکانیزم پر تطبیق او عملي کولو ټينګار وکړ او ویې ویل، اړتیا ده چې د مدني ټولنې د بنسټونو مقام د بحث لپاره د مذاکراتو په اجنډا کې تثبیت شي.

د بورډ غړو د دغه بورډ رامنځته کېدل د مدني ټولنې د بنسټونو د انسجام لپاره زمینه وبلله او ویې ویل چې د لا ډېرې همغږۍ په رامنځته کېدو سره به د دغه بورډ کار لا ډېر اغېزناک او ښه شي.

د بورډ غړو دغه راز ټینګار وکړ چې اړتیا ده بورډ پر مهمو محتوايي موضوعاتو کار وکړي؛ لکه د جګړې قربانیان، د ښځو، لږکیو، ځوانانو او نورو پاړکو حقونه.

ورپسې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د مدني ټولنې د بنسټونو او بشري حقونو د چارو مرستیالې ډاکتر عالمې د غونډې له ګډونوالو مننه وکړه او ویې ویل، دغه بورډ تسهیلوونکی رول لري او د دې لپاره جوړ شوی چې د خلکو، وزارت او مذاکره‌کوونکي پلاوي تر منځ د ارتباطي پله په توګه کار وکړي.

دې وویل، د مشورتي بورډ غړي باید د هغو موضوعاتو لپاره مشخصې طرحې ولري چې په مذاکراتو کې بحث پرې کېږي، تر څو په دغو بحثونو کې نظر څرګند او له مذاکره‌کوونکي پلاوي سره د خلکو غوښتنې شریکې کړای شي.

ډاکتر عالمې همدا راز وویل چې مشورتي بورډ باید د مذاکراتو د بحث له مسایلو جلا، تر مذاکراتو د وروسته پړاو لپاره مشخصې طرحې ولري.

ډاکتر عالمې ټینګار وکړ چې د مدني ټولنې د بنسټونو د همغږۍ او مشورې بورډ عملي کارونه باید پیل او د بورډ کاري پلان هم نهايي شي.

ډاکتر عالمې د بورډ له غړو وغوښتل چې د خلکو غږ د سولې په بهیر کې را ګډ کړي او دغه بهیر هېڅکله ونه‌درېږي.

همدا راز دې ژمنه وکړه چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت به له دغه بورډ سره د فعالیت د آسانچاري په توګه همکار وي او دغه همکاري به دوام ولري.

د بورډ آسانچاري رحیم جامي د غونډې په راټولولو کې د سولې په چارو کې د دولت له وزارته د مدني ټولنې د بنسټونو د همغږۍ او مشورې بورډ د رامنځته کېدو د تسهیل مننه وکړه او ویې ویل چې په بله ناسته کې د بورډ د کاري میکانیزم پر بیاکتنه او تعدیل کار کوي او پایله به د بورډ له ټولو غړو سره شریکه کړي.

د مدني ټولنې د بنسټونو د همغږۍ او مشورې بورډ تېر کال جوړ شوی چې د مدني ټولنې د چتر دوه اویا بنسټونه پکې شامل دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه