د سولې لپاره د مدني ټولنې د بنسټونو د مشورې او همغږۍ بورډ د مشورې او همغږۍ دوه‌ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

a.zia
دوشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۶ - ۵:۵۱
smp


د سولې لپاره د مدني ټولنې د بنسټونو د مشورې او همغږۍ بورډ د مشورې او همغږۍ ورکشاپ چې د دغه بورډ د پنل د غړو او د زونونو د استازو په ګډون د دوو ورځو لپاره پیل شوی و د بورډ د غړو له خوا د ځانګړو وړاندیزونو او غوښتنو په وړاندې کولو سره پای ته ورسېد. 
د ورکشاپ په پای ناسته کې لومړی د سولې په چارو کې د دولت وزارت د سیاسي جوړښتونو او مدني ټولنې د بنسټونو رئيسې لیلا جعفري د ورکشاپ له ګډنوالو د مننې ترڅنګ د ورکشاپ د ګروپي کار د ډول په اړه معلومات وړاندې کړل. 
ورپسې ذبېح‌‌الله ایثار د ورکشاپ د غړو د دوو ورځو د ګروپي کارونو د مهمو ټکو په بیانولو سره وویل اړتیا ده د سولې لپاره د مدني ټولنې د مېکانېزم د اجرايي کولو پر تدبیري پلان، د زونونو په کچه د فعالیت لپاره د تګلارې په رامنځته کولو، د سولې په چارو کې د دولت وزارت او د سولې لپاره د مدني ټولنې د بنسټونو د مشورې او همغږۍ بورډ ترمنځ د اړیکې پر تعریف، د سولې د ستراتيژيو او پالیسیو په جوړولو کې د مدني ټولنې د مشورې په اخیستلو او د مدني ټولنې له خوا د سولې پر بهیر د څار د زمینې آسانولو په اړه لا ډېر بحثونه وشي او په دې برخه کې عملي کار وشي.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د بشري حقونو او مدني ټولنې د چارو مرستیالې ډاکتر عالمې د سولې په برخه کې د مدني ټولنې د کارکړنو په ستاینې سره وویل چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت ژمن دی د سولې لپاره د مدني ټولنې د بنسټونو د مشورې او همغږۍ بورډ د فعالیتونو د تسهیل لپاره لا ډېر کار وکړي. 
نوموړې همدا راز وویل چې دغه بورډ به د زونونو په کچه د وزارت دفترونو ته ور وپېژندل شي تر څو د زونونو او ولایتونو په کچه له مذاکره‌کوونکي پلاوي سره د خلکو د وصل زمینه زیاته شي.
په دغه ورکشاپ کې چې د دوو ورځو لپاره جوړ شوی و د سولې لپاره د مدني ټولنې د بنسټونو د مشورې او همغږۍ بورډ د پنل د غړو په ګډون د مدني ټولنې پنځلسو فعالانو او د زونونو استازو پکې ګډون کړی و.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه