د سولې لپاره د مدني ټولنې د بنسټونو د مشورتې او همغږۍ بورډ د مشورې او همغږۍ دوه‌ورځنی ورکشاپ پرانیستل شو چې د زونونو استازو او د دغه بورډ د پنل غړو ګډون پکې کړی و

a.zia
شنبه ۱۴۰۰/۱/۱۴ - ۱۱:۳۱
smp

د سولې لپاره د مدني ټولنې د بنسټونو د مشورتې او همغږۍ بورډ د مشورې او همغږۍ دوه‌ورځنی ورکشاپ پرانیستل شو چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د بشري حقونو او مدني ټولنې د چارو مرسیتالې ډاکتر عالمې، د زونونو په استازيتوب د دغه بورډ غړو او د پنل غړو ګډون پکې کړی و.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت د بشري حقونو او مدني ټولنې د چارو مرستیالې ډاکتر عالمې وویل چې د دغه بورډ جوړېدل د سولې په بهیر کې د مدني ټولنې د فعالیت په برخه کې یو ګټور ګام و، هڅه کېږي چې دغه بورډ پراخ شي او فعالیت یې د زونونو کچې ته هم پورته شي.

دې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د فعالیتونو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې دغه فعالیتونه به ډېر زر د زونونو کچې ته پراخ شي او دا کار به د مدني ټولنې د بنسټونو په مشوره وشي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت د سیاسي جوړښتونو او مدني ټولنې د چارو رئیسې لیلا جعفري د ناستې د اجنډا په اړه معلومات ورکړل.

د ناستې غړو د ورکشاپ په لومړۍ ورځ د هېواد په زونونو کې د مدني ټولنې د بنسټونو د مشورې او همغږۍ بورډ د فعالیت پر ډول بحث وکړ او د هېواد په ولایتونو کې یې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د فعالیت پیل د سولې بهیر د ګټورتیا لپاره مهم وباله.

ورپسې د ناستې غړي په دوو ډلو ووېشل شول. دوی د خلکو او سولې بهیر تر منځ د ارتباطي پله، د سولې د څارونکي او د خلکو د غږ منعکسوونکي په توګه د مدني ټولنې د کار او رول په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل. بیا یې د خپل بحث پایله د ناستې له غړو سره شریکه کړه.

همدا راز دوی د سولې بهیر په اړه د خلکو د برداشتونو اندازه کولو د کړنلارې، مدني ټولنې ته د سولې بهیر او د وزارت د فعالیتونو په اړه د معلوماتو ورکولو لپاره د عملي پلان او کړنلارې او د خلکو د نظرونو، لیدلورو او وړاندیزونو د راټولولو لپاره د ګټورې کړنلارې پر جوړولو بحث وکړ.

دغه ورکشاپ به سبا هم دوام ولري او د سولې لپاره د مدني ټولنې د مشورې او همغږۍ د بورډ استازي به د سولې په بهیر کې د مدني ټولنې د راتلونکي رول او کار په اړه پر مشخصه کړنلاره، د خلکو او حکومت تر منځ د ارتباطي پله د جوړولو پر څرنګوالي او د سولې بهیر په اړه د خلکو د نظرونو راټولولو پر څرنګوالي بحث وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه