د سولې لپاره د مدني ټولنې د بنسټونو د مشورتي او همغږۍ بورډ په کاري مېکانېزم خبرې وشوې
د سولې لپاره د مدني ټولنې د بنسټونو مشورتي او همغږۍ بورډ د دغه بورډ په کاري مېکانېزم او له ټول هېواد څخه د خلکو د سولې غوښتنې د غږ منسجمولو پر څرنګوالي بحث او خبرې وکړې.
په دغه ناسته کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د قومونو د انسجام چارو مرستیال عبدالخالق بالاکرزي د افغانستان د سولې بهیر اوسني وضعیت ته په اشارې سره وویل د مدني ټولنې بنسټونه د دولت او ملت ترمنځ د ارتباطي پل په توګه کولی شي د سولې په اړه د خلکو نظرونه په ښه ډول منسجم او حکومت ته وړاندې کړي.
نوموړي د سولې په بهیر کې د ښځو او مدني ټولنې د بنسټونو په رغنده او اغېزناک رول د ټینګار تر څنګ وویل چې ښځې، د مدني ټولنې بنسټونه، ځوانان، علما او سیاسیون کولی شي د سولې په بهیر کې ارزښتناک او مهم رول ولوبوي.
همدا راز د سولې په چارو کې د دولت وزارت د سیاسي تشکلاتو او مدني ټولنې د بنسټونو رئیسې لیلا جعفري د سولې لپاره د مدني ټولنې د بنسټونو د مشورتي او همغږۍ بورډ له غړو څخه په مننې سره د هېواد د اوو زونونو په کچه د دغه بورډ د وروستیو فعالیتونو لنډ راپور وړاندې کړ.
د بورډ غړو په دغه ناسته کې د بورډ د کاري مېکانېزم په لومړني متن بحث او خبرې وکړې.
د بورډ غړو همدا راز له کلي تر پلازمېینې د خلکو د سولې غوښتنې د غږ منسجمولو او یو کولو پر څرنګوالي هم بحث وکړ او ټینګار یې وکړ چې اړتیا ده د سولې په اړه د خلکو رښتینی غږ هر څه ښه او روښانه د افغانستان اسلامي جمهوریت مذاکره کوونکي ټیم او همدا راز نړیوالې ټولنې ته ورسول شي.
د دغې ناستې په یوه برخه کې د بورډ د غړو پوښتنو او اندېښنو ته هم د سولې په چارو کې د دولت وزارت د قومونو د انسجام د چارو د مرستیال له خوا ځوابونه ورکړل شول.
د یادولو وړ ده چې د سولې لپاره د مدني ټولنې د بنسټونو مشورتي او همغږۍ بورډ غړي په یوه مشورتي ناسته کې چې د سیاسي تشکلاتو او مدني ټولنې د بنسټونو د ریاست له خوا د مدني ټولنې د اویا چتري بنسټونو په شتون سره جوړه شوې وه ټاکل شوي دي.
