د سولې لپاره د سیاسي ګوندونو کمیټې د بشري حقونو او مدني ټولنو د معنیت د چارو مرستیالې سره وکتل

a.zia
یکشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۹ - ۱۴:۵۲
SMP

د سولې په چارو کې د دولت وزارت د بشري حقونو او مدني ټولنو معنیت د چارو مرستیالې ډاکټر عالمې د سولې لپاره د سیاسي ګوندونو د تماس کمیټې سره وکتل او د سولې په پروسه کې د سیاسي ګوندونو پر رول خبرې وکړې.
په دغه کتنه کې د سولې لپاره د سیاسي ګوندونو د اړیکو کمیټې د بین الافغاني خبرو په دوام ، اوربند ، د سیمه ایزې اجماع لپاره پر هڅو، د تل پاتې سولې ته رسيدو او د افغانستان د اسلامي جمهوریت په چوکاټ کې د سولې راونې پروسې څخه ملاتړ د ټولو هېوادوالو دنده وبلله او د دوی په لا همکارۍ يې ټینګار وکړ. 
د بشري حقونو او مدني ټولنو معنیت د چارو مرستیالې ډاکټرعالمې د مننې ترڅنګ په اوسني وخت کې د سیاسي ګوندونو دریځ د ملي اجماع په رامنځ ته کولو کې مهم وبله او د لا پياوړتیا تر څنګ یی ویې ویل چې د سولې  په چارو کې د دولت وزارت به د ګوندونو ګډون ته زمینه برابره کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه