د سولې لپاره د سیاسي ګوندونو د تماس کمیټې د افغانستان د سولې لارې نقشې پر پوهاوي ټینګار

a.zia
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۲۲ - ۱۱:۱۸
smp

د سیاسي تشکيلاتو او مدنې ټولنو رياست او د سياسي ګوندونو د تماس کميټې د همغږۍ ناسته کې افغانستان د سولې لارې نقشې په اړه د عامه پوهاي لوړولو او سیاسي ګوندونو د نظرونو راټولولو په اړه بحث او خبرې وشوې.
د سولې په چارو کې د دولت د سیاسي تشکيلاتو او مدني ټولنو رئيسې د افغانستان د سولې لارې نقشې په اړه معلومات وړاندې کړل؛ کوم چې مخکې د افغانستان اسلامي جمهوریت د ښاغلي ولسمشر لخوا وړاندې شوې و. هغه وویل چې د افغانستان د سولې لارې نقشې په اړه د عامه پوهاوي لوړول او د بیلابیلو ډلو نظرونو راټولول اړین دي.
د سیاسي ګوندونو د تماس کمیټې غړو د افغانستان د سولې لارې نقشې په اړه د عامه پوهاوي لوړولو اړتیا ته په اشارې سره وویل، چې دوی به د نظرونو او وړاندیزونو راټولولو لپاره د سولې په چارو کې د دولت وزارت سره په همکارۍ، د سیاسي ګوندونو د تماس کمیټې په نوښت یوه غونډه جوړه کړي او په دغه غونډه کې راټول شوي نضريات او وړانديزونه به حکومت ته په واک کې ورکړي.
د یادونې وړ ده، چې په دغه ناسته کې د سولې لپاره د سیاسي ګوندونو د تماس کمیټې غړي مرحوم محمد ابراهیم رحیمي، چې په دې وروستیو کې په کابل کې ترور شوې و؛ د ياد، يادونه وکړه. هغه يې يو فعال، سياسي او اغيزمن شخصيت وباله.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه