د سولې له روانو هڅو د قومي مشرانو ملاتړ

a.zia
چهارشنبه ۱۳۹۸/۵/۲ - ۱۲:۲۶
Meeting

یو شمېر قومي مشرانو د جمهور رئیس له ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت له وزیر عبدالسلام رحیمي سره په لیدنه کې د سولې په برخه کې د روانو هڅو ملاتړ وکړ.
دغه لیدنه چې نن له غرمې مخکې ترسره شوه، قومي مشرانو ټینګار وکړ چې د سولې د خبرو اترو د پرمخ‌تللو او د دغې پروسې د اسانولو لپاره هېڅ ډول هڅې نه درېغوي. 
عبدالسلام رحیمي د سولې په برخه کې د قومي مشرانو رول مهم وباله او ویې ویل چې د سولې ټینګښت یوازې د حکومت او یا یوې ادارې کار نه دی او د خلکو ملاتړ او هڅو ته اړتیا لري.
نوموړي ټینګار وکړ چې په دغه پروسه کې د خلکو ښکېلتیا به مثبتې پایلې ولري. 
ښاغلي رحیمي زیاته کړه چې د اوربند له ورځو د خلکو درک دا و چې ترمنځ یې ذاتي او شخصي دښمني نشته او دا د دوی ترمنځ په لوی لاس جوړ شوی واټن دی. 
ښاغلي رحیمي ټینګار وکړ چې حکومت ولسي ملاتړ ته اړتیا لري او سوله یوازې هغه مهال راتلی شي چې افغانان خپل موضوعات په‌خپله حل کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه