د سولې د پرمختګونو په اړه د سولې په چارو کې د دولت د وزیر او د متحدو ایالتونو د سفیر د مرستیالې لیدنه
د جمهوررئیس ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر په کابل کې د امریکا سفارت له مرستیالې مېرمن کرن ډېکر او د دغه سفارت د سولې برخې له مسؤول ډېنټ پراډیسو سره وکتل او د سولې بهیر په پرمختګونو او د قطر خبرو اترو په اړوندو موضوعاتو یې خبرې وکړې.
په دغه لیدنه کې مېرمن کرن ډېکر په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ مذاکراتو ته په اشارې سره وویل، چې طالبانو د افغان دولت پر وړاندې د تاوتریخوالي د کمښت موضوع وړاندیز کړې ده او دا ډله به د خپلې طرحې جزیات شریک کړي.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر د افغانستان د سولې په بهیر کې د امریکا متحدو ایالتونو له هڅو مننه وکړه.
عبدالسلام رحیمي د سولې په بهیر کې د افغان حکومت د هڅو په اړه په یادونې سره وویل چې حکومت د سیاسي اجماع د جوړولو لپاره کوټلي ګامونه اوچت کړي، د سولې بهیر د ملاتړې ډلې د جوړېدو چمتووالی یې نیولی او دا چې د طالب بندیانو چارې د افغانستان د حکومت په واک کې دي، اړین او اغېزناک اقدامات په پام کې نیول شوي دي.
نوموړي همدا راز د سولې په چارو کې د دولت وزارت وروستیو هڅو ته په اشارې سره وویل چې له سیاسیونو سره لیدنو ښه پایله ورکړې او دا ښيي چې د سولې بهیر په ډېریو مسایلو کې سیاسیون له حکومت سره په یوه خوله دي او حکومت هم د ټولو سیاسیونو نظریات او طرحې په پام کې نیسي.
د جمهور رئیس ځانګړي استازي وویل د سولې په بهیر کې د سیاسي اجماع د پیاوړتیا لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
