د سولې د وروستیو بدلونو په اړه د سولې په پالیسۍ جوړونه کې د ښځو د واحد غږ ډلې بحث جوړ شو

a.zia
شنبه ۱۴۰۰/۱/۷ - ۱۴:۱
SMP


د سولې په پالیسۍ جوړونه کې د ښځو د واحد غږ ډلې بحث جوړ شو چې د سولې په چارو کې د دولت سرپرستې وزیرې او د دغه وزارت د بشري حقونو او مدني ټولنې د چارو مرستیالې ډاکتر عالمې، د ښځو چارو سرپرستې وزیرې حسینې صافۍ، د ملي مصالحې د عالي شورا مرستیالې زهرې مطهر احمدزۍ، د ملي شورا یو شمېر غړو، د سولې په چارو کې د دولت وزارت حمایوي او اداري مرستیال غلام‌یحیی عباسي، د لومړۍ مېرمنې د دفتر سلاکارې، له ۳۴ ولایتونو څخه د سولې په پالیسۍ جوړونه کې د ښځو د واحد غږ ډلې غړو او د یو شمېر هېوادونو د سفارتونو ځینو چارواکو ګډون پکې کړی و.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د ښځو چارو د انسجام رئیسې خجستې شعلې د غونډې په پیل کې ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل، دغه غونډه د سولې په بهیر کې د ژمن حضور لپاره د ښځو ژمنتیا ښيي.
د سولې په چارو کې د دولت سرپرستې وزیرې او د بشري حقونو او مدني ټولنې د چارو مرستیالې ډاکتر عالمې د وروستیو بدلونونو په اړه معلومات څرګند کړل او ویې ویل چې د سولې په بهیر کې بېلابېل نظرونه موجود دي؛ خو د سولې بهیر یو طرفه لاره نه ده او ډېر وخت ته اړتیا لري.
دې د افغانانو غوښتنو ته اشاره وکړه او ویې ویل، خلک په تمه دي چې د سولې مذاکراتو په پایله کې داسې هوکړه‌لیک امضا شي چې د عملي کېدو وړ وي او سیمه‌ييزه او نړیواله اجماع جوړه شي.
دې د مسکو د ناستې په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې په دې ناسته کې د جمهوریت پلاوي واحد دريځ درلود او ټینګار وشو چې د طالبانو د امارت بیا راتګ د منلو نه دی.
ډاکتر عالمې په ترکیه کې نږدې راتلونکې ناستې ته اشاره وکړه او ویې ویل، د ننني افغانستان موقعیت د بن د ناستې له وخت سره توپیر لري. ځکه اوسني جوړښتونه هغه مهال موجود نه وو. له همدې امله اړتیا ده چې رژیم په قانون‌محور ډول او د ټاکنو پر بنسټ بدل شي.
همدا راز دې ټینګار وکړ، د افغانستان د ښځو لومړیتوب دا دی چې حقونه یې وساتل شي او غږ یې واورېدل شي. باید د عدالت‌غوښتنې غږ تل اوچت وي او غوښتنې یې نړیوالې ټولنې، حکومت او د مذاکرې مېز ته ورسول شي.
اوربند اعلانېدل او له شرایطو سره سم خروج، سیاسي اجماع رامنځته کېدل، د دوحې د مذاکراتو دوام او چټکېدل، سیمه‌ييزه او نړیواله اجماع، د سولې په بهیر کې د ښځو پراخ حضور او بشري حقونو ته ځانګړی پام هغه موارد وو چې ډاکتر عالمې ټینګار پرې وکړ.
د ښځو د چارو سرپرستې وزیرې حسینې صافۍ وویل چې د ښځو غږ د سولې په بهیر کې اغېزناک دی او دا د ښځو غږ دی چې د سولې بهیر په اغېزناک ډول مخته بیايي.
دې ټینګار وکړ چې دا غږ باید وساتل شي او د ښځو طرحې او وړاندیزونه باید د سولې په بهیر کې شریک شي.
دې د سولې په بهیر کې د ښځو د ګډون لپاره د ښځو چارو وزارت کارکړنو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې دغه وزارت د سولې په بهیر کې د ښځو د ګډون په اړه د پالیسۍ سند برابر کړی، د جمهوریت د دفاع لپاره یې ملي کمپاین کړی او د سولې هوکړه‌لیک د وړاندیزي طرحې په اړه یې د ټول افغانستان د ښځو د نظرونو په اخیستو سره هغه د مارچ په اتمه بیا نوی کړی او په دې ډول یې د سولې په بهیر کې د ښځو شمولیت ته کار کړی.
د لومړۍ مېرمنې د دفتر سلاکارې پلوشې امین هم د اساسي اقانون او جمهوریت نظام پر ساتنه او د سولې په بهیر کې د ښځو پر معنادار حضور ټینګار وکړ.
د ملي مصالحې د عالي شورا مرستیالې زهرې مطهر احمدزۍ په خپله وینا کې وویل، د تاریخ په اوسنۍ مقطع کې اړتیا ده چې ښځې له هغو موقفونو څخه غږ پورته کړي چې پکې دي؛ چوپ پاتې کېدل به د راتلونکو نسلونو په حق کې تر ټولو ستره جفا وي.
دې ټینګار وکړ چې د افغانستان له هر کونجه باید ټولې ښځې د سولې په بهیر کې ښکېلې شي او غږ یې د سولې له جوړښتونو سره شریک شي.
ډاکتر عالمې له ګډونوالو وغوښتل چې د سولې هوکړه‌لیک د وړاندیزي طرحې او نورو اړوندو مواردو په اړه خپل نظرونه څرګند کړي.
ګډونوال د زونونو پر اساس په ډلو ووېشل شول او په یادو مواردو کې یې خپل نظرونه څرګند کړل. ورپسې دغه نظرونه د ناستې له غړو سره شریک شول.
ګډونوالو ښځو وویل چې د سولې په طرحو کې باید پرېکړې غیر دیموکراتیکې نه وي. دوی وویل چې له ټاکنو پرته د واک لېږد، د اساسي قانون له منځه تلل او نوی اساسي قانون جوړېدل، د ښځو د حقونو او د دوی د اړوندو جوړښتونو نه تضمین او د اقلیتونو حقونو ته بې‌پامي د یوه دیموکراتیک هېواد خلکو ته د منلو نه دي.
د اساسي قانون ساتنه، جمهوریت نظام، د ټاکنو اصل او په جوړښتونو کې لږ تر لږه د دېرش سلنه ښځو حضور هغه موارد وو چې ښځو مطرح کړل.
همدا راز دوی ټینګار وکړ، هېڅ هغه طرحه خلکو ته د منلو نه ده چې د ښځو او اقلیتونو مقام نه وي پکې نغښتی.
په ټاکنو کې د ښځو ونډه، اوربند اعلانېدل، د ښځو حقونه او لاسته‌راوړنې ساتل، اساسي قانون ساتل، نظام او په نظام کې د ښځو رول ساتل، د جنسیت او وړتیا پالنې اصل مراعاتېدل او د طالبانو په مذاکراتي پلاوي کې د ښځو ګډون هغه موارد وو چې کاري ډلو خبرې پرې وکړې.
د سولې په چارو کې د دولت سرپرستې وزیرې ډاکتر عالمې د ناستې په راټولولو کې له ګډونوالو مننه وکړه او ویې ویل، د ښځو اندېښنې او وړاندیزونه به له مسؤولو چارواکو سره شریک شي.
ډاکتر عالمې د سولې د هوکړه‌لیک وړاندیزي طرحې ته اشاره وکړه او ویې ویل چې د طرحو روحیه باید دیموکراتیکه وي او د ټولنې د پاړکو او ښځو حقونه باید پکې خوند وي او د علماوو شورا او درې‌ګونو قواوو په شتون کې د اسلامي فقهې شورا جوړېدل به په نورو فقهي او قضايي جوړښتونو کې وظیفوي تداخل وي.
دې پر اوربند ټینګار وکړ او ویې ویل چې ښځې باید د اوربند په څارنه کې اساسي رول ولري او که ښځې په بهیر کې معناداره ونډه ونه‌لري، سوله به پایلې ته ونه‌رسېږي.
ډاکتر عالمې وویل چې نړیواله ټولنه په تېره د ملګرو ملتونو سازمان باید د ښځو د ونډې او حقونو په اړه څرګند دريځ ولري.
په افغانستان کې د اروپایي ټولنې د استازي مرستیال آرنولډ پاولز وویل چې اروپايي ټولنه نړیوالې ټولنې ته د افغانو ښځو د غږ په رسولو کې همکاري کوي.
ده ټینګار وکړ چې نړیواله ټولنه د سولې په بهیر کې د ښځو نشتون اندېښمنه کړې ده او د مسکو په ناسته کې یوازې د یوې ښځې ګډون بوږنوونکی و.
ښاغلي پاولز په استانبول کې د راتلونکي کنفرانس هرکلی وکړ او ویې ویل چې اروپايي ټولنه به په دې ناسته کې حضور ولري.
ده ټینګار وکړ چې د سولې په طرحو کې باید د ښځو حضور او ارزښتونو ته پام وشي.
د فرانسې سفارت شارژدافثر توماس ګیبرت هم ډاډ ورکړ چې د ښځو دغه غږ چې په دې ناسته کې مطرح شوی، له نړیوالې ټولنې سره به شریک شي.
ده وویل چې د افغانستان خلک باید د سولې بهیر رهبري او مدیریت کړي او غیر متعادلې طرحې حل‌لارې نه دي.
ښاغلي ګیبرت ټینګار وکړ، د فرانسې حکومت د دې پلوی دی چې افغانې ښځې باید خپل ټول حقونه ترلاسه کړي او د ټولنې ټول پاړکي باید ځانونه د سولې په بهیر کې شریک وګڼي.
ده وویل چې دغه ناسته د ښځو د نظرونو اخیستو لپاره رغنده ګام دی.
د آلمان د سفارت استازي مارټين زینکدرات وویل چې د ښځو غوښتنې او لیدلوري او د سولې په بهیر کې د ښځو معنادار حضور سولې ته لاره هواروي او زیاته یې کړه چې د دوحې مذاکرات د سولې بهیر ته ډېر اهمیت لري.
ده ټینګار وکړ چې د وروستیو کلونو ارزښتونه او لاسته‌راوړنې باید وساتل شي.
ده همدا راز د ټول افغانستان د خلکو پر ګډون ټینګار وکړ او ویې ویل، سوله د ټولو خلکو په حضور او شمولیت سره پایداره کېږي.
د سولې په پالیسۍ جوړونه کې د ښځو د واحد غږ ډله تېر کال د ښځو د حقونو فعالانو جوړه کړې ده چې له ټول افغانستان څخه ښځې پکې شاملې دي او د سولې په چارو کې د دولت وزارت يې فعالیت تسهیلوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه