د سولې د مخکښانو د نړیوالې ډلې په آنلاین ناسته کې د سولې په چارو کې د دولت د وزیر ګډون
د سولې په چارو کې د دولت وزیر او د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکراتي پلاوي غړي سید سعادت منصور نادري د یوناما په کوربهتوب د سولې د محکښانو نړیوالې ډلې په آنلاین ناسته کې ګډون وکړ.
په دغه لیدنه کې د افغانستان د سولې بهیر او په دغه برخه کې د اوږدمهالو او ستراتیژيکو پروګرامونو په اړه خبرې وشوې.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر په دغه ناسته کې وویل چې دغه وزارت د ستراتيژيکو پروګرامونو د تدوین په حال کې دی او له همدې امله په دې برخه کې د نړیوالو کارپوهانو لیدلوري او نظرونه ارزښتناک دي.
