د سولې د طرحې په اړه د نظرونو د توحید او د مسودې د چمتو کولو جلسه جوړه شوه

a.zia
دوشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۶ - ۴:۴۱
smp

د ملي مصالحې عالي شورا د رهبرۍ غړي محمد یونس قانوني په مشرۍ د سولې د طرحې په اړه د نظرونو د توحید او د مسودې د چمتو کولو مؤظفې کمېټې په سپېدار ماڼۍ کې ناسته وکړه چې د ملي مصالحې عالي شورا رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله هم پکې ګډون کړی و.

د ناستې په پیل کې د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري د ملي مصالحې عالي شورا د ۳۰ تنو غړو له‌خوا د وړاندې شوو نظرونو د راټولونې، توحید او محتوايي تحلیل په اړه خبرې وکړې.

نوموړي وویل چې په دغه پروسه کې د امانتولۍ په رعایتولو سره نظرونه راټول، توحید او کمي او محتوايي تحلیل یې شوی دی.

په دغه ناسته کې د مؤظفې کمېټې غړود لیدلورو د تحلیل مسوده و ارزوله. اوربند او د جګړې پای ته رسول، حقونه او بنسټیز ارزښتونه، په واک کې عادلانه ونډه او اساسي قانون د دغې مسودې له سرلیکونو دي.

د دغې پروسې له پای ته رسېدو او د سمونونو له راوړلو وروسته به مسوده د ملي مصالحې عالي شورا د رهبرۍ کمېټې ته وړاندې شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه