د سولې د بهیر په اړه د هلمند ولایت د یو شمېر استادانو او مدني ټولنې د فعالینو د نظر غوښتنې ناسته
د هملند ولایت د پوهنتون یو شمېر استادانو، د مدني ټولنې د بنسټونو استازو او یو شمېر مدني فعالانو په یوه آنلاین ناسته کې د سولې بهیر په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه د سولې په چارو کې د دولت له وزارت سره شریک کړل.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د سیاسي جوړښتونو او مدني ټولنې د بنسټونو رئیسې لیلا جعفري د سولې په بهیر کې د مدني ټولنې د بنسټونو، اکاډمیکو ادارو او مدني فعالانو د اغېزناک او مهم رول په اړه خبرې وکړې او له ګډونوالو یې وغوښتل چې د سولې په چارو کې د مشورې ورکولو په برخه کې همکاري وکړي.
وروسته ګډونوالو د سولې بهیر په اړه خپلې پوښتنې، وړاندیزونه او اندېښنې شریک کړل.
هغوی وویل د سولې بهیر باید روڼ او ټولشموله وي او مالکیت یې د افغانستان د خلکو په لاس کې وي او ټینګار یې وکړ چې په رڼه او منظمه توګه باید د خلکو د بېلابېلو پاړکو غږ د سولې د مذاکراتو تر مېز ورسول شي.
د غونډې ګډونوالو د سولې له بهیر څخه د ملاتړ په څرګندولو سره ژمنه وکړه چې د سولې په برخه کې هر راز همکارۍ ته چمتو دي.
د سیاسي جوړښتونو او مدني ټولنې د بنسټونو رئیسې لیلا جعفري د ناستې د ګډونوالو له ګډون مننه وکړه او ویې ویل د افغانستان خلک باید ټول یو بل ته په لاس ورکولو او یووالي سره د سولې په بهیر کې خپل ځانګړی رول ولوبوي.
نوموړې همدا راز وویل دا مهال په هلمند ولایت کې د ښځو او نرانو داسې نوی نسل راټوکېدلی چې له دې وروسته به د افغانستان په کچه د سولې او سولې راوستلو مخکښان وي.
مېرمن جعفري ټينګار وکړ چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت په سوله راوستلو او جګړې پای ته رسولو کې د خلکو په بنسټیز او برخلیک ټاکونکي رول باور لري او د خلکو د سولې غوښتنې د غږونو په ملاتړ سره دغه غږونه متحد، منسجم او منعکسوي.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د سیاسي جوړښتونو او مدني ټولنې د بنسټونو رئیسې د ناستې پر دوام ټینګار وکړ او ویې ویل اړتیا ده چې اکاډمیک بنسټونه او مدني ټولنه د سولې او یو بل منلو پیغامونه د هلمند ولایت کلیو او بانډو ته هم ورسوي.
