د سولې بهیر په پړاوونو کې د ځوانانو ونډه د دغه بهیر مشروعیت او پایداري ډېروي
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د بشري حقونو او مدني ټولنې د بنسټونو چارو مرستیالې ډاکتر عالمې چې «ملګرو ملتونو ته د ورتهوالي کنفرانس 2020» د پرانیستې په مراسمو کې یې وینا کوله، وویل چې د سولې په ټولو پړاوونو کې د ځوانانو ونډه مهمه ده او د دغه بهیر مشروعیت او پایداري ډېروي.
ډاکتر عالمې وویل چې د افغانستان د حکومت نظر پر ځوانانو راچورلي او زیاته یې کړه چې په شخړو حلولو، سولهجوړولو او د ټولنیزې سولې په میکانیزمونو جوړولو کې د ځوانانو بامعنا رول د سولې بهیر او پایدارې پراختیا اساسي برخه ده.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د بشري حقونو او مدني ټولنې د بنسټونو چارو مرستیالې وویل چې ځوانانو ته تر ټولو ډېر زیانونه د شخړو او جګړو له امله اوړي او زیاته یې کړه چې دغه وزارت د سولې بهیر په درې واړو پړاوونو یعنې سوله راوستنه، سولهساتنه او سولهجوړونه کې د ځوانانو د شمولیت لپاره کار کوي.
همدا راز دې خبرې ته په اشارې سره چې ځوانان د افغانستان د نفوس لویه برخه جوړوي، ویې ویل چې ځوانان د قربانیانو د دردونو په ټکورولو، د سولې د ډیالوګ د پروګرامونو په جوړولو او د سولې بهیر د ملاتړ په غونډو کې فعالانه رول لوبولی شي.
ډاکتر عالمې د خبرو په دوام وویل چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت ماموریت او مسؤولیت یوازې د سولې مذاکراتو تر دوران پورې نهدی محدود بلکې د سولې هوکړهلیک د تطبیق او په اوږد مهال کې د سولې د بنسټونو پیاوړي کولو لپاره لا ډېر مهمېږي.
