د سولې بهیر په اړه له اروپايي چارواکو سره د سولې په چارو کې د دولت وزیر خبرې
د جمهوررئیس ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي رولاند کوبیا، د افغانستان لپاره د ناروې له ځانګړي استازي پیر البرټ الساس، د افغانستان او پاکستان لپاره د انګلېستان له ځانګړي استازي ګرېټ بېلي، د افغانستان لپاره د آلمان له ځانګړي استازي مارکوس پوتزل او یو شمېر نورو اروپايي چارواکو سره د وېډیو کنفرانس له لارې د افغان سولې بهیر په اړه خبرې وکړې.
په دغه وېډیو کنفرانس کې د سیاسي وضعیت، د بندیانو د تبادلې، د مخامخ مذاکراتو د پیل لپاره پر چمتووالو او د سیمې او نړۍ په ځانګړې توګه د روان کال په نوامبر میاشت کې د تمویلوونکو هېوادونو په کنفرانس کې د ملاتړ په اړه ګټورې خبرې وشوې.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر د افغان سولې په اړه د نړیوالې اجماع پر اهمیت په ټینګار سره په دغه بهیر کې د اروپایي ټولنې رول مهم وباله او زیاته یې کړه افغان حکومت تل په هېواد کې تلپاتې او باعزته سولې ته د رسېدو لپاره خپله ژمنتیا ښولې ده.
