د سولې بهیر په اړه د پارلمان د غړو د نظرونو شریکولو لپاره په پارلماني چارو کې د دولت وزارت همکاري
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د امنیتي، دفاعي، ملکي او زندانونو چارو د همغږۍ رئیس ډاکتر میرویس څرګند کوچي په پارلماني چارو کې د دولت له وزیر ضیاءالحق امرخېل سره وکتل.
په دغه لیدنه کې ښاغلي څرګند د سولې بهیر په اړه په پارلماني چارو کې د دولت وزیر ته معلومات ورکړل.
نوموړي همدا راز په پارلماني چارو کې د دولت له وزارته وغوښتل چې د سولې بهیر د مختهوړلو لپاره د پارلمان د غړو د نظرونو په راټولولو او شریکولو او د دغه بهیر په جریان او بېلابېلو پړاوونو کې د نږدې همغږۍ لپاره همکاري وکړي.
په پارلماني چارو کې د دولت وزیر ضیاءالحق امرخېل د سولې په چارو کې د دولت وزارت د هڅو په ستایلو سره زیاته کړه چې په سم مدېریت سره به د سولې بهیر پایله د خلکو ګټه او د هېواد ټیکاو وي.
ده همدا راز وویل چې په پارلماني چارو کې د دولت وزارت د سولې بهیر په اړه د پارلمان د غړو د نظرونو راټولولو او شریکولو په اړه د سولې په چارو کې د دولت له وزارت سره همکاري کوي.
