د سولې بهیر ملاتړي هېوادونه د سولې له جوړښتونو سره مرسته او همکاري کوي

a.zia
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۳ - ۱۵:۳۸
Smp

د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري او د ملي مصالحې د عالي شورا ستر سلاکار مصطفی مستور په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت (یوناما) په کوربه‌توب په یوه آنلاین ناسته کې ګډون وکړ چې د یو شمېر هېوادونو سفیرانو او استازو او د سولې بهیر ملاتړو او مرستندویو نړیوالو بنسټونو ګډون پکې کړی و.

په سر کې د سولې په چارو کې د دولت وزیر له یوناما څخه د کوربه‌توب او د غونډې له ګډونوالو څخه د سولې د بهیر او جوړښتونو د ملاتړ په خاطر مننه وکړه.
ښاغلي نادري د افغانستان د سولې بهیر د رامنځته شوو جوړښتونو د رول په اړه معلومات وړاندې کړل. ده وویل چې د ملي مصالحې عالي شورا د سولې د بهیر سیاسي بدنه ده، مذاکره‌کوونکی پلاوی مذاکرات کوي او د سولې په چارو کې د دولت وزارت د افغانستان د سولې او پخلاینې بهیر د تخنیکي بدنې په توګه کار کوي.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر د حساب‌ورکولو او له فساد سره د مبارزې اصل ته په اشارې سره وویل چې د سولې ټول جوړښتونه د روڼتیا ملاتړ کوي.
سید سعادت منصور نادري د خبرو په دوام وویل، د سولې جوړښتونه د پروګرامونو په تطبیق او وړتیا جوړولو کې د نړیوالو شریکانو همکارۍ ته اړتیا لري.
په دې ناسته کې د یوناما مرستیال سټیو بروکېنګ د سولې جوړښتونو د پروګرامونو د ملاتړ لپاره د دغې ادارې چمتووالی اعلان کړ.
همدا راز د ناستې ګډونوالو د همکارۍ د ساحو او څرنګوالي په برخه کې خپل نظرونه څرګند کړل. دوی وویل چې د سولې د بهیر او فعالانو ملاتړ کوي او د سولې جوړښتونو د پروګرامونو په مخته وړلو کې به مرسته وکړي.
د ملي مصالحې د عالي شورا ستر سلاکار مصطفی مستور د دغې شورا د تشکلیلاتو او د فعالیت د څرنګوالي په اړه معلومات وړاندې کړل، ویې ویل چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت له دغې شورا سره په پوره همغږۍ خپل رول ادا کوي.
ده د ګډونوالو وړاندې کړي نظرونه مهم وبلل او ویې ویل چې د ملي مصالحې عالي شورا د همکاریو د عملي کولو لپاره لازمې زمینې برابروي.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د همغږۍ، پالیسۍ او ستراتيژۍ د چارو مرستیال عبدالله خنجاني پر روڼتیا او حساب‌ورکولو ټینګارونو ته په اشارې سره وویل چې منظمې همکارۍ مثبتو پایلو ته د رسېدو لامل کېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه