د سولې بهیر د مخته وړلو لپاره به د علماوو همکاري اغېزناکه او ګټوره وي
د سولې په چارو کې د دولت وزارت ستر سلاکار مولوي عبدالرحمن هوتک د اهل تشیع له یو شمېر علماوو سره په لیدنه کې د سولې بهیر په پیاوړتیا کې د علماوو د همکارۍ پر مهم رول ټینګار وکړ.
د اهل تشیع دغو علماوو چې په دې غونډه کې یې د دیني بنسټونو په استازیتوب ګډون کړی و، د سولې د بهیر ملاتړ اعلان کړ.
دغو علماوو په اسلام کې د سولې او پخلاینې پر اهمیت خبرې وکړې او ویې ویل چې د سولې په چارو کې د دولت له وزارت سره د سولې په بهیر کې هراړخیزې همکارۍ ته چمتو یو.
دوی ډاډ ورکړ چې د سولې بهیر د پیاوړتیا په برخه کې د ګډ کار لپاره به د اهل تشیع علماوو د بسیج په برخه کې فعالیتونه وکړي.
ښاغلي هوتک له دغو علماوو مننه وکړه او ویې یل چې د سولې په چارو کې د دولت له وزارت سره به د علماوو همکاري د دغه بهیر د مخته تګ لپاره اغېزناکه او ګټوره وي.
