د سولې بهیر د اوسني وضعیت په اړه د سیاسي ګوندونو مشورتي ناسته جوړه شوه
د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري او د بشري حقونو او مدني ټولنې په چارو کې د دغه وزارت د مرستیالې ډاکتر عالمې په حضور سره د سولې بهیر د اوسني وضعیت په اړه د سیاسي ګوندونو مشورتي ناسته وشوه.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د سیاسي جوړښتونو او مدني ټولنې د بنسټونو رئیسې لیلا جعفري د دغې ناستې په معرفۍ کې د سیاسي ګوندونو د تماس کمېټې د تشکیل په اړه معلومات وړاندې کړل.
وروسته سید سعادت منصور نادري د خلکو او ګوندونو پر یووالي ټینګار وکړ او ویې ویل چې د بېلابېلو لیدلورو له شتون سره د سیاسي ګوندونو یووالی د هېواد د روان حساس وضعیت په ګټه دی.
ښاغلي نادري د سولې پروسې، مسکو او استانبول ناستو په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړل او له دوی یې وغوښتل چې خپل نظرونه د سولې بهیر د وروستیو بدلونونو او د دوحې د مذاکراتو په اړه د سولې په چارو کې د دولت له وزارت سره شریک کړي تر څو له دې لارې د ملي مصالحې عالي شورا له مشرتابه او د افغانستان اسلامي جمهورت له مذاکرهکوونکي پلاوي سره شریک شي.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت سیاسي ګوندونه د ولسواکۍ ممثل وبلل او د سولې په پروسه کې یې د دوی له رول څخه مننه وکړه.
ورپسې د سیاسي ګوندونو د تماس کمېټې غړو د سولې د روان بهیر په اړه خپل نظرونه شریک کړل.
د ګوندونو استازو هم د ګوندونو تر منځ په یووالي په ټینګار سره د سولې په چارو کې د دولت له وزارته وغوښتل تر څو د دوی غوښتنې، نظرونه او وړاندیزونه د مذاکرې تر مېزه ورسوي او دغو نظرونو ته پام وشي.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د بشري حقونو او مدني ټولنې د چارو مرستیالې ډاکتر عالمې د سیاسي ګوندونو د تماس کمېټې د رول په اړه خبرې وکړې او له هغوی یې وغوښتل چې د سولې روانو بهیرونو ته متوجه وي او د خلکو رسا غږ شي.
