د سولې بهیر به د خلکو له مرستې او همکارۍ پرته بې‌ګټې وي

a.zia
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۷ - ۵:۳
SMP

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ستر سلاکار ډاکتر میرویس څرګند د افغانستان د خلکو د ملي حرکت د نوې جبهې له مشرتابه پلاوي سره وکتل. په دې لیدنه کې د سولې پر بهیر او اړوندو مسایلو بحث او خبرې وشوې.
ښاغلي څرګند سوله د هېواد د ټولو وګړو اړتیا وبلله او زیاته یې کړه چې دا بهیر به د خلکو له مرستې او همکارۍ پرته بې‌ګټې وي. ده له ټولو خلکو وغوښتل چې له دغه هراړخیز بهیر سره همکاري وکړي.
همدارنګه د افغانستان د خلکو د ملي حرکت د نوې جبهې رئیس ډاکتر شاه‌محمود ایاز د تاوتریخوالي د پام وړ کموالي او خبرو د پیل پر ملاتړ ټینګار وکړ او ویې ویل چې د افغانستان خلک له جګړې ستړي دي او یوې عزتمنې او تل‌پاتې سولې ته اړتیا لري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه