د سولې او شخړې د حل روزنېزې برنامې دریم پړاوو پای ته ورسید
د سولې او شخړې د حل روزنېزې برنامې له لړيو دریم پړاو، چې د سولې په چارو کې د دولت د عامه پوهاوي ریاست لخوا په لاره اچول شوی وو، د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري په شتون کې پای ته ورسید.
د دې روزنیزې برنامې د پای په مراسمو کې د سولې په چارو کې د دولت وزير سید سعادت منصور نادري د هیواد روانو حالاتو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل، چې د افغانستان د ستونزو یوازینې حل د باعزته سولې راتګ دی.
هغې ددې روزنیزې برنامې اهمیت په اړه وویل، هغه درسونه چې د سولې دمخه او وروسته د ګډونوالو لخوا زده کړل شوي ډیر مهم دي؛ ځکه چې د سولې په اهمیت پوهیدل د افغانستان د هر وګړي لپاره لازمي دي.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د پالیسۍ او برنامو عمومي رئیس ، ناصر صدیقي هم وویل، چې هغه تمه لري. چې ګډونوال به هغه پوهه او وړتیاوې چې زده کړې؛ په هغه ځايونو کې چې فعالیت لري، په عمل کې پلي کړي او ځوانان وکولای شي د افغانستان او نړيوالو تر منځ ارتباطي پل شي، او د افغانستان د خلکو نظرونه ، ليدلوري او هیلې د بهرنیو هېوادنو خلکو سره شریکې کړي.
د دې برنامې یو تن ښوونکی، ناصر پولاد وویل، چې دا برنامه د ظرفیتونو لوړولو لپاره یو مهم ګام دی او د سولې په چارو کې د دولت وزارت لخوا به په دوامداره توګه پرمخ وړل کیږي.
د دې برنامې يو تن ګډونوال خواجه فهیم عباسي د برنامې له ترسره کولو څخه مننه وکړه ویې ویل، چې دا برنامه د سولې او د شخړې د حل په اړه د زده کړې په برخه کې ډیره ګټوره وه.
يوې بلې ګډونوالې، شملا مشعل ناسته ګټوره وبلله او زیاته یې کړه چې په دې برنامه کې برخه اخیستونکو هغه څه چې زده کړې، د ژوند په ساحو کې به يې د سولې د ترويج د شخړو د مخنیوي لپاره کاروي.
د دغې برنامې په پای کې، د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري او د دغه وزارت نورو چارواکو لخوا ګډونوالو ته د دې روزنيزې برنامې د بشپړیدو سندونه وویشل شول.
باید یادونه وشي چې دا برنامه د سولې په چارو کې د دولت وزارت د هیواد له پنځو ولایتونو څخه د ګډونوالو په ګډون، د دریو ورځو لپاره جوړه شوې وه.
