د سولې او شخړې د حل روزنېزې برنامې لومړۍ دوره ترسره شوه
د سولې او شخړې د حل روزنې برنامې لومړۍ دوره د سولې په چارو کې د دولت وزارت د مقام لخوا ګډونوالو ته د تصدیق لیکونو په ویشلو سره پای ته ورسیده.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د ستراتيژيکو اړيکو رئيسه ناجي انوري د غونډې په پای کې وويل، چې تر دې وخته وزارت د سولې په پروسه کې خلکو د داخيلولو او په رضاکاره توګه د سولې ته د کار کولو په موخه، بيلابيل پروګرامونه پلي کړي دي، چې د سولې زده کړه او جګړې حل هم ددې پروګرامونو له جملې څخه دی.
هغې وويل، چې د سوله په پروسه کې د خلکو ګډون او همکاري خورا ارزښتناک دی او هېڅ هيواد د خلکو له همکارۍ پرته د سولې په راستلو کې نه دې بريالی شوی؛ ځکه په هر هېواد کې د تلپاتې سولې اساس او بنسټ خلک دي.
ددې برنامې يو تن ښوونکي عبدالناصر فولاد د سولې په چارو کې د دولت وزارت د فعاليتونو ستاينې پرمهال وويل، د داسې برنامو په تطبيق سره به د سولې د ټنګښت په برخه کې بنسټيز ګامونه پورته شي؛ ځکه چې روزنه ذهنيتونو ته تغير ورکوي.
ددې برنامې ګډونوالو د دا ډول نورو برنامو پلي کول اړين وبلل او وويل، د سولې ادب او فرهنګ ته د دوې ورکولو په برخه کې د دا ډول برنامو پلي کول ځانګړی اهميت لري.
ددې برنامې يو تن ګډونوال نعمت الله شینواری وويل: چې دا برنامه د سولې د زده کړې او شخړو د حل په برخه کې ډيره ګټوره وه او په خپلو کې د نظرونو په شريکولو سره دوی توانيدلي، چې د سولې جوړونې په اړه د عامه پوهاوي د لوړولو په لارو چارو بحث وکړي.
په پای کې د سولې په چارو کې د دولت وزير سيد سعادت منصور نادري او ددې وزارت د لوړو مقاماتو لخوا ددې برنامې ګډونوالو ته د روزنيزې برنامې د تکميلدو په موخه تصديقونه ورکړل شو.
