د سولې او شخړې د حل دوهمه روزنيزه برنامه پاي ته ورسېده
د سولې او شخړې د حل روزنیزو برنامو له لړۍ دوهمه روزنیزه برنامه د سولې په چارو کې د دولت وزارت د هماهنګۍ، پالیسۍ او ستراتیژۍ مرستيال ښاغلي عبدالله خانجاني په شتون سره پای ته ورسیده.
ددې روزنیزې برنامې په پای مراسمو کې ، ښاغلي خنجاني د سولې په پروسه او د شخړو په هواري کې د ځوانانو رول ته په اهمیت سره ویل, چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د روزنيزو برنامو په ترسره کولو سره په پام کې لري, ترڅو دوي او په ځانګړي ډول د ځوانانو د ظرفيت څخه په ټولنه کې اغظمي ګټه پورته شي.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت
د هماهنګۍ، پالیسۍ او ستراتیژۍ مرستيال همدارنګه وویل, چې ددې وزارت تر څنګ د ځوانانو شتون به د سولې غوښتنې په برخه کې د اغيزمنو فعاليتونه د زياتيدو سبب وګرځي.
ددغې روزنيزې برنامې ګډونوالو د سولې په چارو کې د دولت وزارت څخه د دا ډول روزنېزو برنامو په لاره اچولو له امله مننه وکړه او دا یې د ټولنې او په ځانګړي ډول د ځوانانو د عامه پوهاوي لوړولو په برخه کې مهمې وبللې.
دوی د سولې په چارو کې د دولت وزارت څخه د ځوانانو سره خپلو همکاریو د دوام غوښتنه وکړه او د دا ډول برنامو په ترسره کولو سره چې د ځوانانو قوت سبب ګرځي; د سولې جوړونې په بیلابیلو برخو کې دې د ځوانانو د شته ظرفیتونو څخه ګټه پورته کړل شي.
د دې روزنیزې برنامې په پای کې، ګډونوالو ته د سولې په چارو کې د دولت وزارت د هماهنګۍ، پالیسۍ او ستراتیژۍ مرستيال عبدالله خنجاني او د دې وزارت چارواکو لخوا د دې دورې د بشپړېدو تصديق ليکونه ورکړل شول.
