د سولې ادبیاتو دوهمه ناسته په هرات کې جوړه شوه

a.zia
شنبه ۱۴۰۰/۴/۲۶ - ۷:۱۹
smp

د سولې ادبیاتو دوهمه ناسته د پنجشنبې په ماښام د هرات ولایت د قلعه اختیارالدین کلا په سیمه کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت چارواکو ، په ولسي جرګه د هرات ولايت استازو ، د پوهنتون استادانو ، ښوونکو او مدني فعالانو په شتون کې جوړه شوه.
لومړی، د سولې په چارو کې د دولت وزارت  عامه پوهاوي رییس سید ضیا دانش ، د غونډې برخوالو ته ښه راغلاست وایه او ويي ویل، د ټولنو احساساتو راپارولو او په پایله کې یې تاوتریخوالي کمولو او شخړو د حل په برخه کې د ادب رول روښانه او برجسته دی. هغه وويل ، افغاني ادبيات او هنر له دې قاعدې څخه مستثنی نه دي.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي رئیس دا هم وویل چې تصوفي او عرفاني ادبیات د داخلي سولې په ترلاسه کولو او له نورو سره سوله ائیزې ژوند کولو کې بې ساري رول لري او د سولې په چارو کې د دولت وزارت تصميم لري، چې د سولې جوړونې ، سوله اییز ژوند او ټولنیزې سولې په برخه کې د لیکوالانو، اديبانو مشرانو په همکارۍ، د ادب او هنر د نقش او رول څخه ګټه پورته کړي.
ښاغلي دانش د سولې په پروسه کې د ښځو د پام وړ ګډون د تلپاتې سولې یو له مهمو عواملو څخه وباله او د ټولنیزې سولې، د سولې فرهنګ ته ودې ورکولو ، له جګړې وروسته اقتصاد په رغولواو د ټولنیز تاوتریخوالي ختمولو په برخه کې د دوې رول ګټور وباله.
ډاکټر محمد داوود منیر د پوهنتون استاد او د هرات ادبي ټولنې رئیس د دې غونډې د جوړیدو ستاینه وکړه او دا د تصوف علم د انسانانو د پېژندنې يوه وسيله وبلله او زیاته یې کړه: د تصوف مکتب نه یوازې داخلي سوله رامینځته کوي ، بلکې د بهرني سولې تضمین هم کوي. د تصوف او عرفان له نظره ، د انسانانو تر منځ هیڅ توپیر شتون نلري؛ یواځی د انسانیت او تقوی بحث مطرح دی. له همدې امله د عرفان مکتب پخلاینې او خواخوږۍ لاره ګڼل کیږي.
په دغه جريان کې د هرات ولايت يو ليکوال او شاعر ښاغلي محمد پیمان ، وویل: تصوف په دننه کې نارام، ارام کوي. انسان لومړی له ځان سره په شخړه کې دی ، ترڅو چې خپله ځان ارامه نه کړي؛ هیڅکله نشي کولی ټولنه اصلاح کړي.
هغه دطالبانو اوسنۍ جګړه ناحقه وبلله او د هغې دليل يې د انساني خواهشات وبلل،او ویې ویل چې عرفان د دغو غوښتنو سره مبارزه کوي.
د دې غونډې په جريان کې، یو شمیر شاعرانو د سولې په اړه شعرونه وویل او د سولې په جوړونه کې د ادب د رول په اړه خبرې وکړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه