د سولې په چارو کې د دولت وزیر په کابل کې د ترکیې له نوي سفیر سره وکتل
د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري په افغانستان کې د ترکیې نوي ټاکل شوی سفیر جيهاد ایرګینآی سره وکتل.
په دغه کتنه کې د سولې په چارو کې د دولت وزير وويل، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت په دوحه کې د سولې مذاکراتو د پياوړتيا لپاره د ترکيې کنفرانس د جوړېدو ملاتړ کوي.
هغه د افغانستان او ترکيې تاريخي اړيکو ته په اشارې سره، په تيرو دوو لسيزو کې ددې هېواد د ملاتړ او په راتلونکي د همکاريو دوام د ژمنې له کبله ځانګړی مننه وکړه.
