د دولتي چارواکو او ولسي مخورو په حضور کې د سولې په چارو کې د دولت نوی وزیر معرفي شو
د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري د معرفۍ په مراسمو کې د جمهوري ریاست د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب، د سولې په چارو کې د جمهور رئیس ځانګړي استازي او د ملي مصالحې د عالي شورا مرستیال عبدالسلام رحیمي، د جمهوري ریاست د چارو ادارې عمومي رئیس فضلمحمود فضلي، د مصالحې عالي شورا مرستیال عنایتالله بابر فرهمند، د اقتصاد وزیر مصطفی مستور، د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مذاکرهکوونکي پلاوي غړو، په ملي شورا کې د خلکو استازو، جګپوړو حکومتي چارواکو، سیاسي مشرانو او قومي مخورو ګډون کړی و.
لومړی د سولې په چارو کې د دولت وزارت د قومونو او بنسټونو چارو د انسجام مرستیال عبدالخالق بالاکرزي د دغه وزارت د پخواني وزیر عبدالسلام رحیمي له هڅو او زحمتونو د مننې تر څنګ د سولې په چارو کې د دولت وزارت د کارکوونکو په استازیتوب نوي وزیر ته ښه راغلاست ووایه او ویې ویل چې د وزارت کارکوونکي د کارونو د ښهوالي لپاره نه ستړې کېدونکو هڅو ته چمتو دي.
پر دوام یې د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس فضلمحمود فضلي د سولې په چارو کې د دولت د نوي وزیر د ګومارنې فرمان ولوست.
ورپسې د سولې په چارو کې د جمهور رئیس ځانګړي استازي او د مصالحې د عالي شورا مرستیال عبدالسلام رحیمي خبرې وکړې. ده د سولې په بهیر کې د دغه وزارت رول مهم وباله، تر څنګ یې د ملي مصالحې د عالي شورا جوړېدو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې د مذاکرهکوونکي پلاوي جوړېدل یو ستر ګام دی چې د سولې په برخه کې پورته شوی. ده ټینګار وکړ چې د افغانستان دولت د بل هر وخت په پرتله د مذاکراتو پیل ته ډېر چمتو دی.
عبدالسلام رحیمي، سید سعادت منصور نادري پیاوړی مدیر وباله او زیاته یې کړه، په ډاډ سره ویلی شو چې دی خپل نوی مسؤولیت په قوت سره په بریالي ډول مخته وړی شي.
همدارنګه ښاغلي رحیمي وویل، د سولې کاروان د رامنځته شوو بنسټونو په ملتیا او د خلکو په همکارۍ مخته ځي او د خلکو لرغونې هیلې به پوره شي چې هغه د سولې راتګ دی.
ورپسې د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب د عبدالسلام رحیمي کارکړنې وستایلې او ویې ویل چې ده د سولې په چارو کې د دولت وزارت اړوندې چارې له صفر څخه پیل او دغه وزارت یې پر داسې اداره بدل کړ چې اوس د خلکو هیلې پوره کوي.
ښاغلي محب د سولې په چارو کې د دولت نوي وزیر ته د بریالیتوب هیله وکړه او ډاډ یې ورکړ چې ټول دولت به د سولې د راتلو په برخه کې له ده سره همکار وي.
ورپسې د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري سوله تر ټولو اصلي بشري اړتیا وبلله چې د افغانستان خلک یې له کلونو راهیسې په هیله دي.
ده وویل چې د افغانستان خلکو په څلوېښتو کلونو کې د سولې لپاره ډېرې قربانۍ ورکړې او په دې لاره کې یې له هېڅ سرښندنې ځان نه دی غړولی. ده وویل چې د سولې په مشورتي لویه جرګه کې د خلکو سولهغوښتنه په لا قوت سره څرګنده شوه او دولت د سولې لپاره مهم ګامونه اخیستي چې له دې ډلې د ملي مصالحې د عالي شورا جوړېدو، د طالب بندیانو خوشي کېدو او د مذاکرهکوونکي پلاوي جوړېدو ته اشاره کولی شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر له طالبانو وغوښتل چې رامنځته شوی طلايي فرصت وکاروي، د خلکو تر څنګ ودرېږي او د سولې خوب رښتیا کړي. همدارنګه ده زیاته کړه، تر کومه ځایه چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت اړونده وه هلته قوي ګامونه اخیستل شوي او په راتلونکي کې به هم پیاوړي شي. ده وویل چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت به د سولې بهیر د آسانوونکي په توګه له مذاکرهکوونکي پلاوي سره د همکارۍ لپاره خپله ټوله وړتیا وکاروي.
ښاغلي نادري تر مذاکراتو په وړاندې، د مذاکراتو پر مهال او تر هغه په وروسته شرایطو کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت پر مثبت رول ټینګار وکړ.
په پای کې د ملي مصالحې د عالي شورا مرستیال عطاءالرحمان سلیم هم د عبدالسلام رحیمي هڅې او زحمتونه د درناوي وړ وبلل او ویې ویل: د ملي مصالحې عالي شورا د سولې لار نقشه کښلې ده چې ژر به وروستۍ شي او د پلي کېدو لپاره به یې عملي ګامونه واخیستل شي.
ده د پروګرام د پای دعا وکړه او تر څنګ یې سید سعادت منصور نادري ته د سولې په چارو کې د دولت وزیر په توګه د بریالیتوب هیله وکړه.
