د دایکندي د خلکو د پیوستون د شورا مشرتابه غړو د سولې په چارو کې د دولت وزارت له چارواکو سره وکتل
د دایکندي د خلکو د پیوستون د شورا مشرتابه غړو د سولې په چارو کې د دولت وزارت له چارواکو سره په لیدنه کې د سولې بهیر ملاتړ وکړ او د دغه بهیر د پیاوړتیا لپاره یې «د سولې او ملګرتیا جام» په نامه د ولایتونو تر منځ د ورزشي سیالیو د جوړولو طرحه وړاندې کړه.
د دغې شورا مشرتابه غړو د سولې بهیر پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې سوله د خلکو بنسټیزه اړتیا ده او د دایکندي د خلکو د پیوستون شورا دې غوښتنې ته د رسېدو لپاره د سولې په چارو کې د دولت له وزارت سره همکارۍ ته چمتو ده.
دوی وویل چې په پام کې لري تر څو د سولې په چارو کې د دولت وزارت په ملاتړ او همکارۍ په څو ولایتونو کې ورزشي سیالۍ جوړې کړي چې موخه یې د دغو ولایتونو د اوسېدونکو تر منځ اړیکې جوړول، د یو بل منلو فضا رامنځته کول او د سولې بهیر د پیاوړي کولو لپاره همکاري ده.
د قومونو او بنسټونو چارو د انسجام مرستیال عبدالخالق بالاکرزي د دایکندي د خلکو د پیوستون شورا د طرحې هرکلی وکړ او ویې ویل چې د ورزش له لارې سولې ته کار کول یو نېک او ښه اقدام دی او ولایتونو ته سفر د ملي یووالي تمثیل کولی شي. ده د دغې شورا د طرحې ملاتړ وکړ او ویې ویل چې سوله د هر افغان غوښتنه ده او دغې غوښتنې ته د رسېدو لپاره باید ګامونه په ډېر دقت واخیستل شي.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د سیاسي جوړښتونو او مدني ټولنې بنسټونو رئیسې لیلا جعفري په دې لیدنه کې د دایکندي د خلکو د پیوستون شورا له مشرتابه له غړو مننه وکړه او له دغې شورا سره یې د دوامدارو اړیکو غوښتنه وکړه.
دې وویل، اړتیا ده چې د دوامدارو اړیکو د جوړولو لپاره د سولې په چارو کې د دولت وزارت او د دایکندي د خلکو د پیوستون شورا د سولې په بهیر کې د یو بل مټې شي.
