د خوست او پکتیا ولایتونو یو شمېر قومي مشرانو او د معلولینو سراسري شورا د سولې لپاره د حکومت د هڅو ملاتړ اعلان کړ

a.zia
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۸/۲۱ - ۱۱:۱۵
smp

د خوست او پکتیا ولایتونو یو شمېر قومي مشرانو او د افغانستان د معلولینو سراسري شورا د سولې په چارو کې د دولت وزارت له ستر سلاکار ډاکتر میرویس څرګند سره په یوه ناسته کې د سولې د بهیر او په دې برخه کې د حکومت د هڅو ملاتړ وکړ.
د افغانستان د معلولینو د سراسري شورا غړي صاحب‌ګل منګل د سولې د بهیر ملاتړ وکړ او ویې ویل، معلولان د سولې په برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دي او په دې برخه کې به له هېڅ ډول همکارۍ څخه په شا نه‌شي.
د پکتیا ولایت یوه قومي مشر حمیم منګل هم د سولې په بهیر کې د شوراګانو پر اغېزناک رول ټینګار وکړ او ویې ویل چې د پکتیا ولایت قومي مشران د سولې په بهیر کې فعالې همکارۍ ته چمتو دي. همدارنګه ده هیله وښوده چې د ټولنې یو شمېر اغېزناک شخصیتونه لکه علما، قومي مخور او ځوانان به د سولې په بهیر کې عملي همکارۍ ته چمتو کړي.
بل پلو د میدان‌وردګو ولایت یوه قومي مخور محمد امین شرافت د دایمي سولې کلکې اړتیا ته په اشارې سره وویل: «له جګړې او تاوتریخوالي څخه د وتلو یوازنۍ لاره اساسي قانون، الهي قانون او اسلامي شریعت ته رجوع ده».
د سولې په چارو کې د دولت وزارت ستر سلاکار میرویس څرګند له قومي مشرانو او د معلولینو له سراسري شورا څخه مننه وکړه او په دغه بهیر کې یې د خلکو شوراګانې اغېزناکې وبللې. ده د سولې د اووه ماده‌ييزې طرحې په اړه د خبرو تر څنګ وویل، پایداره سوله هغه مهال راتلای شي چې ملت قربانۍ ته چمتو وي او اړینه ده چې ملت په خپل‌خوښې توګه په دغه سپېڅلي کار کې فعاله ونډه واخلي.
همدارنګه ده وویل چې ملت د دولت لارښود دی او د خلکو په تفاهم او همکارۍ به پایدارې سولې ته رسېږو.
دغه مشران په داسې حال کې د افغانستان د سولې د بهیر ملاتړ کوي چې تر دې وړاندې د اووه څلوېښتو مدني بنسټونو او قومي شوراګانو غړو هم خپل نظرونه او وړاندیزونه د سولې په چارو کې د دولت له وزارت سره شریک کړي دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه