د خلکو د لیدلورو په لېږد کې د مدني ټولنې د بنسټونو رول مهم دی

a.zia
شنبه ۱۳۹۹/۴/۲۱ - ۱۳:۳۸
SMP

له بېلابېلو پاړکو سره د سولې په چارو کې د دولت وزارت د مشورتي ناستو پر دوام د سیاسي جوړښتونو او مدني ټولنې د بنسټونو ریاست په کابل کې د تخار ځوانانو سازمان، د تلپاتې سولې د علمي او څېړنیزې مؤسسې، د ښځو لپاره د سولې پراختیایي او مشورتي مؤسسې، د سولې ټینګښت شورا او د روڼ‌اندو ځوانانو شورا له غړو سره وکتل.
ګډونوالو په دغه ناسته کې د سولې بهیر پر ټول‌شمول‌والي په ټینګار سره خپل لیدلوري، مشورې او وړاندیزونه شریک کړل او د افغانستان اسلامي جمهوریت په مشرۍ یې د سولې بهیر د ملاتړ په څرګندولو سره خپلې پوښتنې او اندېښنې هم شریکې کړې. 
د سیاسي جوړښتونو او مدني ټولنې د بنسټونو د انسجام رئیسې لیلا جعفري د سولې بهیر په اړه د دغو بنسټونو د وړاندیزونو، طرحو او ملاتړ د هرکلي ترڅنګ مدني بنسټونه د خلکو او دولت ترمنځ ارتباطي پل وباله او د مذاکرې تر مېزه یې د خلکو د لیدلورو په رسولو کې د دغو بنسټونو رول ارزښتناک یاد کړ او ډاډ یې ورکړ چې د مدني ټولنې د بنسټونو باور به ساتل کېږي. 
دې ډاډ ورکړ چې دولت به د سولې په بهیر کې د خلکو د غږ رسوونکی وي او د جمهور رئیس د صراحت مطابق به د سولې په اړه وروستۍ پرېکړه د افغانستان خلک کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه