د ختیځ زون د محصلینو د سولې بحث ناسته وشوه

a.zia
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۸ - ۱۱:۴۶
Smp

د محصلینو تر منځ د سولې بحث د لړۍ لومړنۍ ناسته د ننګرهار پوهنتون په تالار کې وشوه. په دې ناسته کې د سیمه‌ييزو ارګانونو د ولایتي چارو د انسجام ریاست، د ننګرهار ولایت د مقام مرستیالې، د ختیځ زون د علماوو شورا رئیس، د سولې په چارو کې د دولت وزارت د ختیځ زون رئیس، د ختیځ زون د پوهنتونونو رئیسانو او مرستیالانو، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د کمېسیون ساحوي رئیس، د ښځو د حقونو فعالانو، د مدني ټولنې استازو، د علماوو شورا غړو، د ننګرهار د پوهنتون او معارف استادانو او د ختیځ زون د رسنیو همکارانو ګډون کړی و.

دغه ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت جوړه کړې وه چې د هېواد د ختیځ زون د څلورو دولتي پوهنتونونو ٤٠ محصلینو ګډون پکې کړی و او د سولې په اړه یې خپل لیدلوري شریک کړل.
د پروګرام په پيل کې د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند خلیل‌احمد بهسودوال وینا وکړه او ویې ویل چې «د سولې بحث» د محصلینو د پوهې کچه لوړولی شي او تر څنګ یې محصلین د سولې په بحث کې خپل وړاندیزونه مطرح کولی شي.
پوهاند بهسودوال زیاته کړه چې د سولې بحث د سولې په بهیر کې د نرینه او ښځینه محصلینو د ګډون فرصت برابر کړی.
د ننګرهار د والي مرستیالې حبیبې کاکړ د دغه پروګرام د جوړولو لپاره د سولې په چارو کې د دولت وزارت مننه وکړه او ویې ویل: ټول خلک له جګړې ستړي او سولې ته تږي دي.
آغلې کاکړ په ټولنه کې د سولې د ټینګښت اهمیت ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه، افغانان داسې سوله غواړي چې د ټولو وګړو حقونه پکې خوندي وي.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د پلازمېنې زون رئیس او «د سولې بحث» د پروګرام مسؤول باسط حافظي خوښي څرګنده کړه چې دغه پروګرام په اکاډمیکو مرکزونو کې د ممتازو محصلینو تر منځ ترسره کېږي.
ښاغلي حافظي ټینګار وکړ چې د سولې لپاره هڅه یوازې د دولت مسؤولیت نه دی او اصلاً باید د سولې لپاره حرکت ولسي وي، تر څو ټولنه هوسا شي او پرمختګ وکړي.
ده ټینګار وکړ چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت غواړي چې د ټولنې ټول پاړکي د سولې په بهیر کې ګډون وکړي، تر څو د خلکو مشورې او وړاندیزونه د حکومت د سولې فعالیتونه ټول‌شموله کړي او د مذاکرې پر مېز له دغو نظرونو څخه استفاده وشي.
ښاغلي حافظي وویل، د سولې بحث د جوړولو موخه دا ده چې د پوهنتونونو د محصلینو تر منځ د بحث فرصت برابر شي او نظرونه یې راټول شي تر څو د سولې په پړاوونو کې استفاده ترې وشي او همدا راز د افغانستان اسلامي جمهوریت مذاکره‌کوونکي پلاوي ته ورکړل شي.
ده زیاته کړه چې دغه بحث به پنځه زره مستقیم ګټه‌اخیستونکي او پنځوس زره نامستقیم ګټه‌اخیستونکي ولري.
ورپسې محصلینو خبرې وکړې او د پنل غړو هر یوه تمه نمرې ځانګړې کړې. د پنل په غړو کې د اداري اصلاحاتو د کمېسیون استازی، د ننګرهار ولایت د مقام استازې، د اړوند پوهنتون رئیس او د سولې په چارو کې د دولت وزارت استازی وو. په پای کې له هر پوهنتون څخه دوه محصلین وټاکل شول.
د دغه بحث د جوړېدو په موخه محصلینو د ګډون لپاره مخکې له مخکې غوښتن‌لیکونه د خپل ولایت له پوهنتون سره شریک کړي وو او د ولایتونو په کچه د ټاکنې ګډې کمېټې په بحث کې د ګډون لپاره لس کسان ټاکلي دي.
د یادونې ده چې په اتو زونونو کې د سولې بحث د ناستو د لړۍ تر بشپړېدو وروسته به د محصلینو د سولې ملي بحث په نږدې راتلونکي کې په کابل کې جوړ شي چې د هېواد د ټولو دولتي پوهنتونونو محصلین به ګډون پکې وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه